"که مديريت سم و له ستراتيژيک تړونه گټه اخيستى شو"

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون له وړاندې د سیمې په کچه هم موافقین او هم مخالفین لرل.

د افغانستان د سیمیزو څیړنو مرکز وایي دغه هېواد کولی شي په ښه مدیریت له امریکا سره د ستراتیژیک تړون له موادو ګټه واخلي او د افغانستان په چارو کې د سیمي د هېوادونو د لاسوهنې مخه ونیسي.

یو شمېر کارپوهانو دوشنبه (د مۍ ۱۴) په دغه مرکز کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي تړون او له کبله یې د هېوادونو لخوا د راپورته شویو اندیښنو ارزونه وکړه.

د کار پوهانو باور دا دی چې دغه تړون د سیمې یو شمېر هېوادونه په تېره بیا هغه ګاونډیان چې د دوی په وینا له کلونو راهیسې ېې په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره زمینه برابره کړې وه، ډیر اندیښمن کړي دي او ښایي له بېلا بېلو لارو له دغه تړون سره خپل مخالفتونه په عملي بڼه وښیي.

افغانستان یوازینی هېواد نه دی چې له امریکا سره دا ډول تړون لاسلیکوي، دافغانستان په ګاونډ کې هم ورته تړونونه شوي، خوافغان شنونکي دا د نورو هېوادونو له واکه وتلې خبره بولي چې دغه ډول تړون ځانته روا او نورو ته نا روا ګڼي.

د ستراتیژیکو همکاریو دغه سند شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو تر منځ لاسلیک شو.

د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون له وړاندې د سیمې په کچه هم موافقین او هم مخالفین لرل .

خو کله کله مخالفتونه دومره ډیریږي چې د کار پوهانو په باور په افغانستان کې د ناخوالو او نا امنیو د پراخیدو احتمال رامنځته کوي.

یو شمېر شنونکي وایې د سیمې هغه هېوادونه چې د افغانستان ا وامریکا تر منځ دغه تړون د خپلو کلونو پانګه ونو او پلانونو سره په تضاد کې ویني ښایي په ډیرو منفي تبلغاتو او نا امنیو په ډیرولو لاس پورې کړي.

دوی وایي کیدای شي د افغانستان راتلونکي کلونه او هم راتلونکې ټاکنې تر پخوا ډیر له ناخوالو ډکې وي، ځکه بېلا بېل حکومتونه په دغه هېواد کې د خپل حضور لپاره له هڅو او هانده لاس نه اخلي.

خو د دوی په باور افغانستان باید د دغو احتمالي ناخوالو د ډېرېدو د مخنیوي او د ښې ګټې اخستنې لپاره ښه مدیریت ولري چې وکولای شي دغه هېواد د نړیوالو سیالیو په مرکز د بدلیدو له خطره ځان وباسي.

دغه خبرې یو شمېر کارپوهانو په هغه بحث کې کولې چې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې یې د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو د تړون په اړه د راپورته شویو اندیښنو په اړه جوړ کړی وو.

دغو کارپوهانو د هغو هېوادونو مخالفتونه وغندل چې پخپله هم له امریکا سره ورته تړون لري.

د دوی اشاره پاکستان ته وه او ویل یې چې افغانستان د نړیوالو قوانینو له مخې حق لري چې له هر چا سره وغواړي د همکاریو تړونونه ولري.

هغوی د سیمې هېوادونه د دغسې تړونونو د موادو د پوهېدو په برخه کې حقداره وبلل خو دا چې هغوی افغانستان له نورو هېوادونو سره د اړیکو له درلودلو راګرځويد هغوی له صلاحیته لوړه خبره ګڼي.

افغانستان د ګټو د تضاد په یوه سیمه کې پروت هېواد دی چې د شنونکو په خبره ډیر کله له دغه ډول خطرونو سره مخامخ کیږي.

ډیر هېوادونه دي چې ویل کیږي له کلونو کلونو راهیسې یې هم د اقتصادي اړخه او هم د سیاسي او امنیتي اړخه په افغانستان کې پانګه ونې کړې او د ذهنیتونو د جوړېدو هڅې یې کړي.

کارپوهان وایي روانو غبرګونونو ته په کتو باید افغانستان تر خپله وسه د خپل دریځه دفاع وکړي او له دې موقع څخه په ګټه اخستنې لویو نړیوالو اقتصادي پانګونو ته زمینه برابره کړي او افغانستان له هر اړخه بیا په پښو ودروي.