کرزی د ستراتيژيک تړون لاسلیکولو لپاره جرمني ته ولاړ

حامد کرزی د انځور حقوق Reuters
Image caption کرزی له جرمني وروسته شیکاګو ته د ناټو سرمشریزه کې د ګډون لپاره د امریکا متحده ایالتونو ته ځي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د شیکاګو له کنفرانس وړاندې د سه شنبې په ورځ جرمني ته له دغه هېواد سره د ستراتیژيکو همکاریو د تړون لاسلیکولو لپاره ولاړ.

افغان چارواکي وايي دا تړون په ۲۰۱۴ کل کې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د جرمني او افغانستان ترمنځ د همکاریو چوکاټ په ډاګه کوي.

جرمني د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د ناټو له مهمو متحدینو څخه دی، چې په تېرو لسو کالو کې یې د افغانستان په ګڼو برخو کې مهم رول لوبولی دی.

جرمني پوځيان په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې سربېره د افغان ځواکونو د روزنې دنده هم پرغاړه لري.

دا مهال نژدې پنځه زره جرمني سرتېري افغانستان کې مېشت دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي، له جرمني سره د ستراتیژيکې ملګرتیا تر تړون لاسلیکولو وروسته حامد کرزی په شیکاګو کې د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره د امریکا متحده ایالتونو ته ځي.

ددغې سرمشریزې د یوې برخې مشري به د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو پرغاړه وي، چې ولسمشر حامد کرزی به د افغانستان د روانو حالاتو په اړه خبرې په کې وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جاوید لودین وايي، په پام کې ده چې ددې سرمشریزې په څنډه کې حامد کرزی له استرالیا سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړي:

''ددې سرمشریزې په څنډه کې به موږ له استرالیا سره ورته تړون لاسلیک کړو. په پام کې ده چې د افغانستان او امریکا ولسمشران دوه اړخیزه لیده کاته ولري، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژيک تړون او راتلونکو دوو کالو کې د پرمختیاوو او د لېږد له بهیره وروسته د چارو پر سر خبرې وکړي.''

افغان چارواکي وايي، د شیکاګو په سرمشریزه کې به له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ د دوام پر څرنګوالي او له افغانستان سره د همکارۍ پر شرطونو پرېکړې وشي.

په پام کې ده چې ناټو د ۲۰۱۴ کال ترپایه افغانستان کې خپل جګړه ییز ماموریت پای ته ورسوي، خو ټینګار دا دی چې نړیواله ټولنه له ۲۰۱۴ کال وروسته لږترلږه لس کاله نور هم د افغانستان ملا وتړي.

افغانستان له جرمني مخکې له امريکا، برتانيا، ايټاليا، فرانسې او هند سره د ستراتيژيکو همکاريو سندونه لاسليک کړي، چې له امريکا سره د سند لاسليکولو يو شمېر ګاونډيان اندېښمن کړي دي.

سره له دې چې د افغانستان د حکومت او د هغه د لوېديځو ملګرو ترمنځ د اوږدمهاله اړیکو د سندونو لاسليکېدل د يو شمېر ګاونډيانو منفي غبرګون له ځانه سره لري، خو افغان چارواکي وايي دغه تړونونه د افغانستان د ملي ګټو ته په کتو لاسليک شوي.

افغانستان دغه راز خپلو ګاونډيانو ته ډاډ ورکړی چې له لوېديځو هېوادونو سره دغه ډول تړونونه دوی ته هېڅ کوم ګواښ نه پېښوي.

ورته مطالب