خوست کې زده کوونکي مسموم شوي

زده کوونکی د انځور حقوق getty

د افغانستان سوېل ختيځ خوست ولایت په اسمعیل خېلو ولسوالۍ کې د ښوونځي زده کوونکي له مسمومېدا وروسته روغتون ته وړل شوي دي.

د خوست روغتيايي چارواکو ویلي چې مسموم شوي زده کوونکي کانګې کوي او پر زړونو یې ضعف ورځي.

دا پېښه د خوست اسمعیل خېلو ولسوالۍ د اورزې کلي په ښوونځي کې رامنځ ته شوې ده.

اسمعیل خېل ولسوالي له خوست ښار په لوېديځ کې شاوخوا ۴۰ کیلومتره لیرې پرته ده.

مجروح زیاتوي، چې سیمې ته یو ګډ ټيم د پلټنو لپاره تللی دی.

بل خوا، د خوست د عامې روغتیا رییس ډاکټر امیر بت شاه رحمتزي بي بي سي ته وویل، چې دوی ته سلګونه مسموم شوي زده کوونکي وروړل شوي، خو د ټولو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.

ښاغلی رحمتزی زیاتوي، داسې ښکاي چې دا هلکان د خوړو له کبله نه دي مسموم شوي، او شاید کومه دوا هلته پاشل شوې وي.

نوموړی زیاتوي، چې شاید تر ماښامه زیاتره مسموم شوي له سطحي درملنې وروسته ښه او له روغتونه ووځي.

اسمعیل خېل ولسوالي د خوست له هغو ولسوالیو ده، چې د طالبانو نفوذ په کې ډېر دی، خو دغه سیمه چې ښوونځي په کې دی، تر نورو هغو ناامنه ده.

ورته مطالب