کندوزیان وايي ناپېژاندو وسله والو تر پزې راوستي دي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د کندوز سیمه ییز چارواکي وايي چې ددغو کسانو د نیولو په لټه کې دي.

د افغانستان شمالي کندوز ولایت سیمه ییز خلک وايي چې د نا مسؤولو وسله والو کسانو له کړنو تر پزې راغلي دي.

د نا مسؤولو وسله والو له لوري د تازه پېښو په لړ کې، د کندوز په چهاردره ولسوالۍ کې وسله والو په الیکه کنم کلي کې درې کسان او یوه ښځه له خپلو درو بچيانو سره وژلي دي.

د کندوز اوسېدونکي وايي، چې په تش لاس د دغو نامسؤولو وسله والو د له منځه وړلو او یا حکومت ته د سپارلو وس نه لري.

په دې تړاو د کندوز د ګڼو سیمو خلک راغونډي شوي وو او له دغو کسانو یې شکایت کاوه.

عبدالغفور چې ښځه او درې بچیان یې ناپېژاندو وسله والو وژلي، وايي چې ''تېره شپه چې کومه پېښه وشوه، ډېره وحشیانه وه، وژل شوو هېڅ جرم نه درلود، ماشومان درې واړه زده کوونکي وو، ددوی قاتلین دې ونیول شي.''

د کندوز د سولې د کمېتې رییس اسدالله عمرخېل وايي، له تېرو دوو کالو راهیسې ددا ډول نامسؤولو وسله والو شمېر تر سلو اوښتی دی.

د انځور حقوق
Image caption له تېرو دوو کالو راهیسې کندوز کې د ناقانونه وسله والو شمېر تر سلو اوښتی دی.

نوموړی وايي چې دا کسان د وسله والو ډلو له لوري تمویلېږي، خو د کومې ځانګړې ډلې نوم یې وانخیست:

''د طالبانو له واکمنۍ وروسته زرګونه میله وسلې خلکو له زېرمو راویستلې، همدا وو چې په دغو وسلو تر سلو ډېر قتلونه وشول، دا ټول قتلونه دغو نا پېژاندو وسله والو کړي دي. شاید دغه جنایتکاران له زورواکانو سره اړیکه ولري.''

د کندوز سیمه ییز چارواکي وايي چې ددغو کسانو د نیولو په لټه کې دي.