په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

مجددي وايي صلاح الدین رباني د شورا مشرۍ ته وړ کس نه دی

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption ظاهراً د مجددي د استعفی دلیل د سولې د عالي شورا لپاره دده نه انتصاب ښودل شوی دی.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړی او په حکومت کې یو با نفوذه روحاني مشر صبغت الله مجددي وایي د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشرتابه لپاره صلاح الدین رباني مناسب کس نه دی.

نوموړي د خپلې استعفی یو دلیل هم د ولسمشر کرزي له لوري دغې دندې ته د ښاغلي رباني ټاکنه یادوي.

ښاغلي مجددي شاوخوا یو ه میاشت له ټولو دولتي دندو نه خپله استعفی اعلان کړه.

ظاهراً د هغه د استعفی دلیل د سولې د عالي شورا لپاره دده نه انتصاب ښودل شوی دی.

ښاغلی مجددي دغه راز وایي تر هغه مهاله چې له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو سره د پاکستان د همکارۍ مخه ونه نیول شي، نو دده په خبره د افغان د سولې هڅې به د پام وړ پایلې ونه لري.