افغانستان له جرمني سره ستراتيژيک تړون لاسليک کړ

Image caption تر جرمني مخکې افغانستان له هند، فرانسې، برتانيا او امريکا سره هم ستراتيژيک تړونونه لاسليک کړي دي

افغان ولسمشر حامد کرزي نن "چار شنبه د مې ١٦ مه" له جرمن مشرتابه سره د اوږد مهاله ستراتېژيکو اړيکو تړون لاسليک کړ.

د دغه تړون له مخې به جرمني د يوه باثباته او ديموکراتيک افغانستان له جوړولو سره مرسته کوي او نه به پرېږدي چې دغه هېواد يو ځل بيا د ترهگر و مرکز شي.

دا رنگه جرمني ژمنه کړې چې د بيارغونې، اقتصاد، ښوونې او روزنې او ټولنيزو چارو په برخه کې به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي وايې د دې سند له لاسليک څخه وروسته جرمني اعلان وکړ، چې دکال به ١٥٠ ميليونه يورو دافغانستان له امنيتي ځواکونو سره مرسته کوي.

جرمني، د افغانستان يو له سترو مرسته کوونکو هيوادونو نه دى.

جرمني افغانستان کې اوس ٣٦٠٠ عسکر لري چې د کندز او مزارشريف په ولايتونو کې ځاى په ځاى دي.

وروستيو کې د افغان جگړې نه جرمني کې د خلکو د ملاتړ کچه ټيټه شوې ده.

تر جرمني مخکې افغانستان له هند، فرانسې، برتانيا او امريکا سره هم ستراتيژيک تړونونه لاسليک کړي دي چې د امريکا هغه يې تر ټولو مهم بلل کيږي.

د انځور حقوق Getty
Image caption افغانستان له پنځو نورو هېوادونو سره هم ستراتيژيک تړونونه لاسليک کړي دي چې د امريکا هغه يې تر ټولو مهم بلل کيږي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي، له جرمني سره د ستراتیژيکې ملګرتیا تر تړون لاسلیکولو وروسته حامد کرزی په شیکاګو کې د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره د امریکا متحده ایالتونو ته ځي.

د دغې سرمشریزې د یوې برخې مشري به د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو پرغاړه وي، چې ولسمشر حامد کرزی به د افغانستان د روانو حالاتو په اړه خبرې په کې وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جاوید لودین وايي، په پام کې ده چې ددې سرمشریزې په څنډه کې حامد کرزی له استرالیا سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړي:

''ددې سرمشریزې په څنډه کې به موږ له استرالیا سره ورته تړون لاسلیک کړو. په پام کې ده چې د افغانستان او امریکا ولسمشران دوه اړخیزه لیده کاته ولري، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژيک تړون او راتلونکو دوو کالو کې د پرمختیاوو او د لېږد له بهیره وروسته د چارو پر سر خبرې وکړي.''

سره له دې چې د افغانستان د حکومت او د هغه د لوېديځو ملګرو ترمنځ د اوږدمهاله اړیکو د سندونو لاسليکېدل د يو شمېر ګاونډيانو منفي غبرګون له ځانه سره لري، خو افغان چارواکي وايي دغه تړونونه د افغانستان د ملي ګټو ته په کتو لاسليک شوي.

افغانستان دغه راز خپلو ګاونډيانو ته ډاډ ورکړی چې له لوېديځو هېوادونو سره دغه ډول تړونونه دوی ته هېڅ کوم ګواښ نه پېښوي.