شيکاگو دې د ښځو حقونه نه هېروي

Image caption دغه بنسټ انديښنه ښيي او وايي چې له بهرنيو ځواکونو افغان هغو ته امنيتي ليږد ښځو سره له سلا مشورو پرته پيل شو او همداسې پر مخ ځي.

د شيکاگو غونډې په درشل کې د ښځو د حقونو د خونديتوب يوۀ افغان بنسټ له افغان حکومت نه غوښتنه کړې چې د دغه هېواد د راتلونکي په اړه پريکړې کوي نو د ښځو د حقونو خونديتوب ته دې هم کره پام وکړي.

د افغان ښځو شبکې د يوې نظر پوښتنې پايلې هم په ډاگه کړي، چې په ترڅ کې يې هغه ښځې چې د مشرتابه وړ بلل شوي د امنيتي ليږد، او د هغه څه په اړه چې د افغان ځواکونو له خوا د ښځو پر حقونو تېرى بلل شوى انديښنه ښوول شوې ده.

داهغه خبرې دي چې د شيکاگو غونډې د اجنډا برخې هم بلل شوي دي.

د افغان ښځو شبکه وايي چې په ټول افغانستان کې نژدې ۳۰۰ داسې ښځو چې د دغې شبکې پر وينا د مشرتابه وړتيا لري، د امنيتي ليږد د بهير په اړه اند پوښتنو ته ځوابونه ويلي دي.

دغه بنسټ انديښنه ښيي او وايي چې له بهرنيو ځواکونو افغان هغو ته امنيتي ليږد ښځو سره له سلا مشورو پرته پيل شو او همداسې پر مخ ځي.

د ښځو د حقونو د خونديتوب دغه افغان بنسټ په ټينگار سره وايي چې د دغه هېواد امنيتي ځواکونه د بشر له حقونو لږ خبر دي چې له کبله يې د ښځو حقونه هم زيانمنوي.

د افغان ښځو شبکې دا اندېښنې د شېکاگو غونډې په درشل کې رامخې ته کړې او په دې ترڅ کې يې د ناټو له مشرانو او افغان حکومته غوښتنه وکړه، چې د افغانستان د راتلونکي دپريکړو پر مهال د ښځو د حقونو خونديتوب ډاډمن کړي.

پلوشه حسن چې د دغه بنسټ له چارواکو نه ده وايي د ملگرو ملتونو د امنيت شورا په پريکړه ليک کې څرگنده ده چې ښځې بايد په امنيت، سوله او نورو برخو کې فعال شتوالى ولري او ناټو بايد اوس په افغانستان کې هم دا ازرښتونه خوندي کړي.

د افغان ښځو دغه بنسټ په بېلا بېلو ولايتونو کې د سميزو پولسيو په اړه هم ژوره انديښنه ښوولې او وايي چې په يو شمېر سويلي ولايتونو کې د دغو پوليسو له کبله ښځې په پرانیسته پښه نه گرځي.

دغه بنسټ وايي چې د دغو پوليسو مشران په يادو شويو سيمو کې ښه مخينه نه لري چې يو شمېر کورنيو يې له ډاره خپلې لورگانې له ښوونځيو هم ايسارې کړې دي.

ملگرو ملتونو هم تېره اوونۍ له افغان حکومت او ناټو وغوښتل چې د ښځو حقونو ته بايد د امنيتي اډانې په لومړيتوبونو کې ځاى ورکړي او باوري کړي چې د ښځو د ژوندانه د لس کالو لاس ته راوړنې به خوندي پاتې کيږي.

د ناټو سرمشريزه سبا د امريکا په شيکاگو ښار کې پيليدونکې ده چې له ۶۰ ډيرو هېوادونو استازي به په کې گډون وکړي.

له بهرنيو ځواکونو افغان هغو ته د امنيت واگې اړول، د افغان امنيتي ځواکونو لگښتونه برابرول، او تر ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته په افغانستان کې د نړېوالې ټولنې رول هغه خبرې دي چې د غونډې د اجنډا برخې بلل شوي دي.

ورته مطالب