"له ناټو په کال کې ۴.۱ ميليارد ډالره ژمنه غواړو"

جانان موسی زی
Image caption افغانستان به د ناټو د مرستو په مقابل کې له ترهګرۍ سره مبارزه کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، هیله لري چې د شيکاګو په دغه سرمشریزه کې د ناټو غړي هیوادونه وروسته له 2014 کال د افغان امنیتي ځواکونو د سمبالښت او تمویل لپاره هر کال د 4.1 میلیارد ډالرو د ورکولو ژمنه وکړي.

چارواکي وايي په دغه سرمشریزه کې به افغانستان د ترهګرۍ سره د مبارزې او دموکراتیک نظام د ټینګښت په اړه نړیوالې ټولنې ته ژمنه ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وایي، په شیکاګو د ناټو سرمشريزه د افغانستان سره د نړیوالې تولنې د اوږمهاله همکاریو د ژمنو نوي کول دي.

بل خوا په افغانستان کې یو شمیر مدنې ټولنې له نړیوالي ټولنې غواړي چې په دغه سرمشریزه کې د بشري حقونو، تیرو لس کالو لاسته راوړنو او مخالفو وسلوالو سره د سولې په اړه هم خبرې وکړي.

په افغانستان کې د ناټو ملګي استازی سایمن ګیس هم وایې چې افغانستان بايد په دغه ناسته کې د ځېنې مسایلو په اړه نړیوالې ټولنې سره ژمنې وکړي.

"د افغانستان حکومت هم باید دا ژمنه وکړي چې، دموکراسۍ ته به درناوی کوی، د قانون د ټینګښت په برخه کې به هسې وکړي. زمونږ ژمنې دا دې چې افغانستان سره به مالي مرستې کوو، او د افغانستان ژمنې باید دا وي چې دا مسایل عملي کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی چې د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره شیکاګو ته تللی، یو ځل بیا د افغان امنیتي ځواکونو د سمبالښت او تمویل غوښتنه کړې ده.

ده ویلې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه باید په داسې ډول ترسره شي چې افغانانو ته په کې زيان ونه رسېږي.

ورته مطالب