افغانستان له استرالیا سره د اوږدمهاله همکاریو تړون لاسلیک کړ

کرزی او ګیلارد د انځور حقوق
Image caption د استرالیا لومړۍ وزیرې ویلي د افغانستان ترڅنګ د نړیوالې ټولنې درېدل ډېر مهم دي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د استرالیا له لومړۍ وزیرې سره د شیکاګو غونډې په څنډه کې د اوږدمهاله ستراتیژيکو اړیکو تړون لاسلیک کړ.

لومړۍ وزیرې جولیا ګیلارد له حامد کرزي سره د خبرو پرمهال ژمنه وکړه، چې د ۲۰۱۶ تر پایه به د خپلو مرستو کچه له ۱۶۵ میلیون ډالرو ۲۵۰ میلیونو ته لوړه کړي.

استرالیا دا هم ویلي چې د افغانستان د امنیت، پرمختیا او ښې حکومت ولۍ په برخو کې به خپلې مرستې وغځوي.

ددغه تړون له مخې به استرالیا له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان په امنیتي، ترهګرۍ ضد مبارزه او د نشه يي توکو دقاچاق د مخنیوي په برخو کې همکاري کوي.

د تړون په مادو کې دا هم راغلي چې استرالیا به د افغانستان له سوداګرۍ، کډوالو چارو او کلتوري میراث ساتنې په برخو کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.

د بشري حقونو د خوندیتوب په موخه استرالیا ویلي چې د افغانستان د ښې حکومتۍ ولۍ او ظرفیت جوړونې په برخو کې به ګډ کار کوي.

د استرالیا لومړۍ وزیرې ویلي د افغانستان ترڅنګ د نړیوالې ټولنې درېدل ډېر مهم دي.

خو د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر کار ویلي هېواد یې له افغانستان سره ددغه هېواد د ښې راتلونکې په تړاو ګډې هلې ځلې کوي.

نوموړي ویلي چې استرالیا د افغانستان د اداري فساد، د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کولو پرضد او اقتصادي اصلاحاتو راوستو لپاره مشترک کار ته لېواله دی.

افغانستان له استریالیا وړاندې له جرمني، امريکا، برتانيا، ايټاليا، فرانسې او هند سره د ستراتيژيکو همکاريو سندونه لاسليک کړي، چې له امريکا سره د سند لاسليکولو يو شمېر ګاونډيان اندېښمن کړي دي.

افغانستان خپلو ګاونډيانو ته ډاډ ورکړی چې له لوېديځو هېوادونو سره دغه ډول تړونونه دوی ته هېڅ کوم ګواښ نه پېښوي.

ورته مطالب