افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د شمېرو جزئیات

په تېرو ۱۰ کلونو کې ۴۹ هېوادونو په افغانستان کې پوځيان درلودل. د دغو ځواکونو نه يو شمېر يې له وسله والو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

په دغه لست کې امريکا لومړی راځي چې په افغانستان کې د ۹۰۰۰۰ سرتيرو په درلودلو يې ۱۹۷۳ هغه وژل شوي دي.

هغه هېواد چې په لست تر ټولو اخر دی هغه اتریش دی چې ټول ټال ۳ سرتيري يې افغانستان ته ليږلي او ټول يې ژوندي دي.

له امريکا وروسته برتانيا او کاناډا هغه هېوادونه دي چې په افغانستان کې يې ډير سرتيري له لاسه ورکړي دي.

په دې پاڼه کې لاندنی جدول چې تاسو وينﺉ د هغو شمېرو پر اساس برابر شوی چې ناټو د مۍ په ۱۷نېټه رسنيو ته په ډاکه کړ.