د شیکاګو کنفرانس پړېکړو ته د ملي شورا غبرګون

د انځور حقوق nationalassembly.af
Image caption ځینې ولسي استازي دارنګه له حکومته غوښتنه کوي، چې له ۲۰۱۴کال وروسته دې د نړیوالې ټولنې د مرستو په مصرف کې احتیاط وکړي.

د افغانستان ملي شورا په شیکاګو کنفرانس کې د ناټو د هغې پړېکړې هر کلی کړی، چې ۲۰۱۳ کال په منځ کې به د ټول افغانستان امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

ځینې ولسي استازي دارنګه له حکومته غوښتنه کوي، چې له ۲۰۱۴کال وروسته دې د نړیوالې ټولنې د مرستو په مصرف کې احتیاط وکړي.

په همدې حال دافغانستان د کورنیو او دفاع وزارتونه وايي، تمه لري د شیکاګو پړېکړې به د دوی د ځواکونو په سمبالتیا او ځواکمنیتا کې مرستې وکړي.

د افغانستان د ملي شورا د دواړ جرګو غړي د دغه په تړوا د شیکاګو د کنفرانس پرېکړې د دغه هېواد د راتلونکې په اړه ګټورې وبللې.

په شیکاګو کې د ناټو سرمشریزې پړېکړه کړه، چې د ۲۰۱۳ کال تر پایه د افغانستان ټولې امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي، له افغانستانه د ناټو جنګېدونکي سرتېري وځي او یوازې روزونکې ډلې به پاتې کېږي.

په ولسي جرګه کې د پکتیکا د خلکو استازی نادر خان کټوازی وايي، د ناټو دغه پړېکړې د افغانستان په ګټه دي خو وايي، افغان حکومت باید مالي مرستې په سمه توګه ولګوي.

خو د دې تر څنګ ځینې ولسي استازي دا انديښنه هم لري، چې له افغانستان نه د ناټو ځواکونو وتل به په امنیتي برخو کې یو شمېر ستونزې هم راپورته کړي.

په همدې حال کې دافغانستان دفاع وزات هم د شیګاکو د غونډې پړېکړې، له ۲۰۱۴ کال وروسته د ملي اردو لپاره له مالي پلوه او په پرمختللو وسلو د سمبالښت لپاره تضمین ګني.

بل خوا په افغانستان کې د ناټو چارواکي بیا د شیګاکو پړېکړو ته، له افغانستان سره د دغه سازمان د ژمنو نوی پړاو ګڼي.

په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي ویاند ډامنیک میډلي په کابل کې خبریالانو ته وویل، له افغانستانه د ناټو ځواکونو وتل له دغه هېواد سره د ناټو د مرستو د پریکون په مانا نه دی او وايي چې د شیکاګو پړېکړې د افغان حکومت په غوښتنه شوې دي.

"د ناټو غړو هېوادونو په افغانستان کې د یوه نوي ماموریت لپاره پړېکړه کړې ده، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان پولیسو رزونه او سمبالښت پکې شامل دي. دغه پړېکړې دافغان حکومت په غوښتنه ترسره شوې دي".

د امریکا په شیکاګو کې د ناټو سرمشریزه د مۍ په ۲۰-۲۱ د ۵۰ هېوادنو په ګډون جوړه شوې وه، چې د سر سر موضوع د افغانستان راتلونکې وه.

ورته مطالب