"امارات دې د جوړجاړي مرسته د بهرنيانو تر وتلو وړاندې وکړي"

Image caption د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د سولې او جوړجاړي په بهير کې به د متحده عربي اماراتو ونډه ډيره اغيزمنه وي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي که متحده عربي امارات د افغان حکومت او مخالفو وسلوالو تر منځ د جوړجاړي په برخه کې رول لوبول غواړي نو بايد تر هغه مخکې تر سره شي چې بهرني ځواکونه له دغه هېواده وځي ځکه چې په وينا يې ښايي د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته افغانستان د گډوډيو ښکار شي.

د سولې د عالي شورا مرستيال عطا الله لودين دا څرگندونې د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو د وزير هغو څرگندونو ته په غبرگون کې کولې چې د يو شمير راپورونو له مخه يې ويلي دي چې هېواد يې له افغانستانه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغان حکومت او وسلوالو مخالفانو تر منځ د جوړجاړي د بهير په ترڅ کې د مرستې هيله لري.

يو شمير رسنيو د متحده عربي اماراتو د حکومتي خبري اژانس وام د ليکنې پر بنسټ داسې راپورونه خپاره کړي چې گواکې د ياد شوي هېواد د بهرنيو چارو وزير شيخ عبدالله بن زايد د ناټو په تېره سرمشريزه کې ټټر وهلی او ويلي يې دي چې ناټو ځواکونه له افغانستانه ووځي نو هېواد يې د افغان حکومت او وسلوالو مخالفانو تر منځ د جوړجاړي د بهير په ترڅ کې مرستې ته هيله من دى.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دې خبرې هرکلى کړی دى، خو له يوه توپير سره، د يادې شوې شورا مرستيال عطالله لودين بي بي سي ته وويل چې شورا تر دې مهاله د متحدو عربي اماراتو څخه کومه داسې رسمي بلنه نه ده تر گوتو کړې چې د افغانستان د جوجاړي د بهير په ترڅ کې به مرسته کوي.

نوموړی وايي سره له دې هم د دې هوډ هرکلى کوي خو وې ويل که ياد شوى هېواد په اړونده برخه کې مرسته کول غواړي هغه دې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو مخکې وکړي.

ښاغلي لودين وويل د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته دا انديښنه شته چې هېواد يو ځل بيا د گډوډيو او کورنيو جگړو پر لوري وليږدي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د سولې او جوړجاړي په بهير کې به د متحده عربي اماراتو ونډه ډيره اغيزمنه وي.

د دغې شورا چارواکي وايي چې افغانان سعودي عربستان او ور پسې د خليج هېوادونو ته درناوى کوي.

شورا وايي د اماراتو د ښکيلتيا بله گټه داده چې په وينا يې د طالبانو گڼ پخواني چارواکي اوس مهال په يوۀ او بل نوم متحده عربي اماراتو کې اوسيږي چې اغيز يې له پامه نه شي غورځېداى.

اړوند چارواکي همدا راز وايي چې امارات يو اسلامي هېواد دى چې له افغانستان سره گډه پوله نه لري، او هغه انديښنې ورسره نه دي تړلي چې افغانان يې د خپلو گاونډيو اسلامي هېوادونو په اړه لري.

تر دې مخکې تير کال يوه بل عربي هېواد قطر وسلوالو طالبانو ته وړانديز وکړ چې د جوجاړي د خبرو لپاره په دغه هېواد کې دفتر پرانيزي چې ورپسې د وسلوالو طالبانو او امريکا تر منځ د خبرو اترو راپورونه هم خپاره شول خو وروسته وسلوالو طالبانو وويل چې دغه خبرې يې درولې دي..

ورته مطالب