د بلخ بڼوال سړې خونې غواړي

Image caption دا مهال په بلخ ولایت کې دوه سړې خونې شته.

د افغانستان په شمال کې د بلخ ولایت بڼوال وايي چې تر اوسه دولت ورته سړې خونې نه دې جوړې کړي چې دوی په کې خپلې میوې تازه وساتي.

دا مهال د هېواد په یو شمېر برخو کې تازه میوې پخې شوې دي.

بڼوال وايي تولیدات یې د تېرو کلونو په پرتله ښه شوي خو میو ته ېې مارکیټ او بازار نه شته.

په بلخ ولایت کې دا مهال شفتالو، زردالو، آلو، ګیلاس او یو شمېر نورې میوې پخې شوې دي.

بزګران وایي دتېرو کلونو په پرتله یې حاصلات ښه شوي دي.

د دغو میوو لسګونه ټنه هره ورځ دمزار شریف مارکیټونو ته راځي چې د تازه میوو بازار ېې تود شوی دی.

بڼوال وايي چې بهرته د دوی د میوو نه صادرېدل، د مناسب مارکیټ او سړو خونو نشتوالی هغه دلایل دي چې دوی ېې له امله ښه ګټه نه شي کولای او زیاته برخه میوې يې هر کال له منځه ځي.

هدا رنګه دوی له دولت نه غوښتنه لري چې له بهرنه دې د میوو دصادرېدو مخه بنده کړي او دوی ته دې دنوو او اصلاح شویو میو نیالګي پیدا کړي.

دوی وايي دهوا له ګرمېدو سره دغه ستونزه نوره هم مخ په ډیرېدو ده.

د بلخ ولایت دکرنۍ ریس کاتب شمس بیا وايي چې دازاد بازار شتون اود خصوصي سکتور د ودې سیستم دې ته زمينه برابره کړې چې زرګونه ټنه میوه له بهرنه راشي او د کورني تولیداتو بیه را وغورځوي.

ښاغلی شمس وايي هغه سیمه چې د زیاتو میو تولید ولري د کرنۍ وزارت په پام کې لري چې هلته کې د سارک د دفتر په مرسته سړې خونې جوړې کړي.

"د کرنې وزارت په پام کې لري چې د سارک ادارې په مرسته په هغو سیمو کې چې زیاتې میوې لري، نوعیت ته په کتو داسې سړې خونې جوړې کړي چې دبریښنا، لمر، ګاز اوتیلو انرژي ته ضررت و نه لري. د دغو سیمو له ډلې د سمنګان پیر نقشې اود بلخ ولایت خلم ولسوالۍ ده چې انګور او آنار لري. خو زموږ میوه لا هم له ناروغیو په امن نه ده خو د سارک ادارې یو ډول محلول له نیپال راوړي چې سږ کال بزګرو او بڼوالو ته ویشل شوي چې ستندرډ میوه لاسته راشي او بیا وساتل شي".

له بل لوري په بلخ ولایت کې له دغو تازه میو نه د جوس جوړولو فابریکې هم نه شته چې په کور دننه تولیدات ېې نورو سیمو او بهرته لاړ شي او بڼوالو ته د ښو تولیداتو ډاډمنه زمینه برابره کړي.

دبلخ ولایت دکرنۍ ریس ښاغلی شمس زیاتوي چې په دغه ولایت کې دوه جوړو شویو خصوصي سړو خونو ته هم بڼوال خپلې میوې د ساتنې په موخه نه وړي:

"له ډیرې مودې راهېسې بزګر دا په ناستو کې یادوي چې سړې خونې نه لري خو لکه څنګه چې په بلخ ولایت کې سیستم دخصوصي سکتور د ودې دی، د بلخ ولایت هوایي ډګر سره نژدې دوه سړې خونې د۴۸ متره مکعب په ظرفیت جوړې شوې چې خلک خپلې میوې نه ور وړي. بزګر یې دټکس له امله تښتې او په دې نه پوهیږي چې که میوه ېې وساتل شي بیا د کمې په وخت کې په بازار کې په لوړه بیه پلورل کيدای شي".

خو افغان بزګر بیا وايي دولت دې دوی ته داسې سړې خونې جوړې کړي چې مصرف ونه لري.

دوی بله اندېښنه دا ښیي چې دا مهال خپلو اولادونو ته د نفقې برابرولو او اقتصادي ستونزو له امله خپله میوه پلوري.

دا په داسې حال کې ده چې بڼوال د دې میوو سر بېره مڼی، انار، انګور، خټکي او هندواڼې پخېدو ته نژدې دي.

ورته مطالب