پولیس له قاچاقیانو سره مرستې زندان ته وليږل

Image caption د افغانستان په قوانیونو کې د الکولو جوړول، ساتنه او لېږد جرم بلل کیږي.

د نشه ېي توکو دجرمونو لومړې محکمې په کابل کې د پولیسو دوه تنه مسولین په یو نیم او پنځه کاله بند محکوم کړي دي.

له دغو کسانو نه یو په دنده کې د بې پروایۍ او بل تن د الکولو له یو قاچاق وړونکي سره د مرستې په تور زندان ته لویدلي دي.

د نشه یي توکو جرمونو پر وړاندې د مبازرې عدلي او قضایي ارګانونو په تېره یوه میاشت کې ۵۰ تنه د شرابو او مخدره توکو د پلور په تور په کابل کې نیولي دي.

له دغو دوو تنو یو د دې مرستې په تور چې اصلي کس ته یې د تېښتې زمينه برابره کړې او د جعلي کس پر ځای يې ښودلی و، او بل تن يې پر وخت تحقیق کونکو ته د تورن د نه ور پیژندلو، او ترلاس لاندې کسانو د کنترول د نشتوالي له امله نیول شوي دي.

د نشه یي توکو د جرمونو پر وړاندې دعدلي او قضایي مرکز ویاند خالد موحد:

"په دنده کې بی پرواېي وه. کله چې دوی توکي کشف او نیولي و، باید موظف څارنوال ته تشریح شوې وای او د اړوند څارنوال لاسلیک اخیستل شوای وای. دغه رنګه په پېښه کې تورن ژر تر ژر ه نورو څیړنو ته وړاندې شوی وای خو دا کار نه دی شوی. بله دا چې موظف آمر په دې نه دی توانېدلی چې تر لاس لاندې کسانو باندې کنترول ولري او له قاچاقيانو، د هغو له کړو وړ يې ځان خبر کړی وای چې اصلي کس له قضیې ایستل شوی ، د تیښتې زمینه ورته برابره شوې او جعلي کس يې پر ځای ښودلی دی".

لومړنۍ محکمې یو تن په پنځه کاله بند او د ده آمر په یو نیم کال بند محکوم کړي دي.

دغه دواړه دوې نورې محمکمې هم تر مخ لري چې د زندان موده په کې ډیره یا لږېدلای شي.

د افغانستان په قانون کې د الکولو جوړول، ساتنه او لېږد جرم بلل کیږي.

په داسې حال کې چې ویل کیږي په بازار او یو شمېر مغازو کې په پټه شراب پلورل کیږي.

خو د نشه یي توکو د جرمونو پر وړاندې دعدلې او قضایي مرکز ویاند وایي په دې وروستیو کې د الوکولو د پلورونکو په لټه کې دي او په تېره یو میاشت کې يې ۵۰ تنه په دې اړه نیولي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د پولیسو یو شمېر مسولین له قاچاق وړنکو سره د مرستې په تور نیول کیږي.

دښاغلي موحد په وینا په روان کال کې ۵۳ تنه په دې اړه زندان ته لویدلي دي چې ۳۳ تنه يې د پولیسو د افسرانو په ګډون دولتي کار کونکي دي.

ورته مطالب