د ناټو هوايي برید د "يوې کورنۍ اته غړي وژلي"

پکتیا د انځور حقوق
Image caption برید د پکتیا په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې شوی دی.

د افغانستان جنوب ختيځ پکتیا ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د ناټو په هوايي برید کې د یوې کورنۍ لږترلږه اته غړي وژل شوي دي.

د پکتیا ولايتي ویاند ویلي، په برید کې میړه او ښځه او د دوی شپږ ماشومان وژل شوي دي.

سرچینه وايي، چې دا برید د تېرې شنبې پر ورځ د پکتیا ولایت ګرده څېړۍ ولسوالۍ په سوري خېلو کلي کې شوی دی.

ناټو ویلي چې د برید په اړه راپورونه ور رسېدلي دي، چې اوس یې په اړه پلټنه کوي.

د پکتیا د والي ویاند روح الله سمون اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې "د ابرید د ناټو ځواکونو کړی دی. وژل شوي کس (پلار) له طالبانو یا نورو ترهګرو ډلو سره هېڅ اړیکه نه لرله."

وړاندې، ایتلافي ځواکونو ویلي وو چې د ددوی څلور سرتېري د افغانستان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.

دا سرتېري د تېرې شنبې پر ورځ په بمي چاودنو کې وژل شوي، چې یو په کې برتانوی دی، خو ناټو یې هویت نه دی په ډاګه کړی.

د روان ۲۰۱۲ کال له پیله افغانستان کې ۱۶۵ بهرني سرتېري وژل شوي دي.

د روان کال په فبروۍ کې هم د افغانستان ختيځ ولايت کونړ او کاپيسا ولایتونو کې د ناټو هوايي بریدونو ولسي وګړي وژلي وو.

په تېرو څو کالو راهيسې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د عملياتو پرمهال د ولسي وګړو وژل کېدل د حکومت او عامو خلکو ترمنځ واټن ډېر کړی او ان ځينې وخت د کرزي او د هغه د اروپايي ملګرو ترمنځ يې هم ترينګتليا رامنځ ته کړې ده.

که څه هم افغان حکومت څو- څو ځلې له بهرنيو ځواکونو د شپنيو عملياتو د بندولو غوښتنه کړې، خو ناټو وايي چې د اورپکو د ځپلو لپاره شپني عمليات ددوی يو اغېزناکه جګړه ییز تاکتيک دی.

ورته مطالب