افغانستان کې د ناټو څلور پوځيان وژل شوي

ناټو سرتېري افغانستان کې د انځور حقوق
Image caption د روان ۲۰۱۲ کال له پیله تر اوسه افغانستان کې ۱۶۵ بهرني سرتېري وژل شوي.

ناټو ویلي چې افغانستان کې یې د تېرې شنبې پر ورځ په بېلابېلو پېښو کې څلور پوځيان وژل شوي دي.

له کابله د ناټو خپره شوې ویناپاڼه وايي، چې څلور واړه ناټو سرتېري په تېره شنبه په بېلابېلو چاودنو کې وژل شوي.

خو ویناپاڼې د وژل شوو هویت او د وژل کېدا دقیق ځای نه دی ښودلی.

خو برتانیا ویلي چې د افغانستان په سوېلي ولایت هلمند کې یې یو سرتېری د سړک غاړې ماین په چاودنه کې وژل شوی.

برتانیا وايي چې دغه سرتېري د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې هغه مهال ووژل شو، چې د ګزمې ګاډی یې پر ماین وخوت.

په دې سره، روانه مۍ میاشت کې افغانستان کې د وژل شوو بهرنیو پوځيانو شمېر ۳۳ ته رسېږي، او د روان ۲۰۱۲ کال له پیله بیا افغانستان کې ۱۶۵ بهرني سرتېري وژل شوي.

ورته مطالب