طالبان: که ښوونځي سوځوونکي ونیسو، سزا به ورکړو

د ښوونځي زده کوونکې د انځور حقوق Other
Image caption د طالبانو د رژيم پرمهال پر ښځینه ښوونځيو ته د تګ بندیز و.

طالبانو د یوه نوي اقدام په ترڅ کې اعلان کړی، هغه کسان چې د ښوونځیو په ورانولو، سوځولو او د زده کوونکو په مسموم کولو کې لاس لري ونیسي او سزا به ورکړي.

طالبانو دغه اعلان په خوست، او تخار ولایت کې د یو شمېر زده کوونکو د مسمومېدو، او ننګرهار ولایت کې د یوه ښوونځي د ویجاړولو تر پېښو وروسته کړی دی.

دا هغه کسانو ته چې د ښونځیو په ورانولو او په ځانکړې توګه د یو شمېر ښځینه زده کوونکو په مسمومولو کې لاس لری، د طالبانو تر ټولو تازه غبرګون دی.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند ښیي، ويلي، که ددا ډول پېښو عاملین په لاس ورشي، نه سزا به ورکړي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د طالبانو ددغه اقدام هرکلی کړی او له دغې ډلې غوښتي چې د ښوونځیو د ورانېدو په مخنیوي، او ددغه پېښو د عاملینو په پېژندلو کې له دوی سره زیاته مرسته وکړي.

که څه هم طالبانو په وار وار د ښوونځیو په ورانولو کې لاس لرل رد کړي، خو د افغانستان د معارف وزارت ویاند امان الله ایمان وایي ګڼ ښوونځي په هغو سیمو کې تر ګواښ لاندې دي چې طالبان په کې نفوذ لري.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال نجونې ښوونځیو ته له تلو بې برخې وې.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند ښیي، ويلي، که ښوونځيو ته خنډ جوړوونکي ونیسي، سزا به ورکړي.

دوی وایی له معارف سره مخالفت یې په پروګرامونو ځای نه لري، خو لاهم ټینګار لري چې ښوونځیو ته د نجونو په ورتګ کې له دوی سره ملاحظات شته دي.

په افغانستان کې ډېر پر دې باور دي چې ښوونځیو او زده کوونکو ته د ستونزو د رامنځ ته کولو تر شا د سیمې د استخباراتي کړیو لاس دی.

خو د سیمې د استخباراتي کړیو د لاس لرلو له ادعاوو طالبان په څنډه تېرېږي او وایي چې په دې برخه کې پلټنو ته اړتیا ده.

ورته مطالب