نعیمي وايي ځینې کړۍ د خوست قومونه سره جنګوي

نعیمي د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption د خوست والي عبدالجبار نعيمي وايي چې جنگوونکي کسان يې پېژندلي چې پر وړاندې به يې جدي گامونه پورته کړي.

د خوست سیمه یيز چارواکي وايي چې يو شمېر کړۍ د خپلو شخصي ګټو د خوندي کولو لپاره سیمه یيز قامونه د غرونو او ځنګلونو پر سر وسله والو جګړو ته هڅوي.

دغه راز شخړې له تېرو کلونو راهيسې د ځينو کورنيو او قامونو ترمنځ پېښېږي چې په ترڅ کې يې سپکې او ان درنې وسلې کارول کېږي.

د غرونو او ځنگلونو پر سر وسله والې نښتې اوس په خوست کې اوږده مخينه لري او تر دې مهاله سیمه یيز حکومت په دې برخه کې پاتې راغلى بلل کېږي چې ولې يې دغه راز شخړو ته د پاى ټکې نه دې اېښى.

خو چارواکي وايي چې دې ستونزې په خوست ولايت کې ژورې جرړې غځولې چې ايستل يې وخت او ډېرو هڅو ته اړتيا لري.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي وويل چې په بنسټ کې يو شمېر کړۍ دي چې خلک او قامونه يو له بل سره جنگوي او هغه هم د خپلو گټو لپاره:

''هلته ځینې کړۍ دي چې زموږ قومونه په جنګ سره اچوي، ځمکه خو نه وړل کېږي، خو ځینې کړۍ غواړي بې اتفاقي واچوي او د پیسو په مقابل کې خلک سره وجنګوي. خلکو ته ژمنې ورکوي چې امرونه ورته اخلي، او ان ځينې وخت باج هم پرې ږدي.''

ښاغلي نعيمي وويل دغه جنگوونکي خلک که له يوه پلوه په جگړو کې مادي گټې لري، نو بله غاړه د حکومت د نوم د بدلو لپاره خلک د غرونو او ځنگلونو پر سر وسله والو نښتو ته هڅوي.

اور ته پکه وهل

ښاغلي نعيمي وويل دغه خلک چې د کورنيو او قامونو ترمنځ اور ته پکې وهي حکومت په نښه کړي دي چې په وينا يې پر وړاندې به يې جدي گامونه واخیستل شي.

د خوست والي وايي د کومو غرنيو ځمکو په اړه چې شخړې روانې دي، هېڅ لوري ته يې په رسمي ډول نه شي سپارلى.

وايي تر داسې کولو مخکې دا خبره سپينول اړين دي چې دا ځمکې حکومتي دي او که د ولسي وگړو.

ښاغلي نعيمي وويل چې دوى تر اوسه ددغه اور د سړولو په موخه يو شمېر گامونه هم اوچت کړي وايي يو دا چې له جنگېدونکو قامونو نه يې يوولس سوه ميله سپکه او درنه وسله راټوله کړې، او بيا يې اړايستي چې له جگړې څخه د لاس اخیستو په موخه خپل لاسونه پر قرآن نکريم کېږدي.

ورته مطالب