میدان وردګو کې دوه امریکايي عسکر سوځول شوي

د خپريدو وخت: 12:57 گرینویچ - دوشنبه 28 می 2012 - 08 غبرگولی 1391
امریکايي پوځيان

تېر کال طالبانو میدان وردګو کې د امریکا یوه چورلکه راوغورځوله، چې ګڼ ځانګړي ځواکونه په کې ووژل شول.

افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ویلي د هغو دوو سرتېرو مړي وموندل چې په تېره یکشنبه میدان وردګو ولایت کې تری تم شوي وو. دوی وايي چې دغه پوځيان سوځول وشي دي.

دغه پوځيان د تېرې یکشنبې په ورځ میدان وردګو ولایت کې تری تم شول.

که څه هم کومې ډلې ددغو پوځيانو د وژلو او سوځولو مسؤولیت نه دی منلی، خو فکر کېږي چې طالبانو به سوځولي وي.

بل خوا، افغانستان کې ایساف ځواکونه وايي چې د هېواد په ختيځ کې یې یوه چورلکه نن (دوشنبه/ مۍ ۲۸) سهار رالوېدلې، چې دوه ایساف سرتېري په کې وژل شوي دي.

د ایساف خپره شوې ویناپاڼه وايي چې دغه چورلکه د ورځنیو عملیاتو پرمهال رالوېدلې ده.

د چورلکې د لوېدو دقیق ځای نه دی ښودلی شوی، او وايي چې ''دښمن'' هم نه ده ویشتلې.

ایساف د چورلکې رالوېدو اصلي دلیل نه دی په ډاګه شوی.

دوی وايي چې بهرني ځواکونه د چورلکې د لوېدو د سببونو په موندلو بوخت دي.

بل خوا، ایساف ویلي چې یو سرتېری یې د هېواد په سوېل کې د اورپکو په یوه برید کې وژل شوی دی.

ایساف د وژل شوي سرتېري هویت او د وژل کېدا دقیق ځای نه دي په ډاګه کړي.

طالبان

وسله والو طالبانو ویلي چې د الفاروق په نامه عملیاتو په لړ کې یې د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې یو امریکايي چینوک چورلکه راغورځولې ده.

د طالبانو خپره شوې ویناپاڼه ادعا کوي چې په راکټ لوېدلې دغه چورلکه له یوې نښتې وروسته سیمې ته تللې وه.

طالبانو په چورلکه کې د ټولو سپرو امریکايي سرتېرو د وژل کېدو ادعا کړې ده.

د يادو دوو سرتېرو په وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د ايساف د وژل شويو سرتېرو شمېره ١٧٤ تنو ته ورسېده.

د تېر کال د زمري/اسد پر شپاړسمه د ميدان وردګو ولایت په سيد اباد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یوه برید امریکايي چورلکه راوغورځوله، چې په پایله کې د اوو ملي اردو سرتېرو په ګډون لږترلږه ۳۷ امریکایي ځانګړي پوځيان ووژل شول.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .