غزنی تر ۲۰۱۳ پورې ګڼې بیارغنیزې پروژې غواړي

موسی خان اکبر زاده د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption د غزني والي وايي، وزارتونه د غزني بیارغاونې ته پام نه کوي.

په غزني كې د ۲۰۱۳ كال په وياړ د بيارغاونې د گڼو پروژو د عملې كېدو خبرې د ډېرو غزنيوالو په تېره بيا د کلتوري كړيو د غړو په زړونو كې هيلې را په ټوكېدو كړې او په دې خوښ ول چې تر ډېره به په غزني كې ددغو پروژو په عملي كېدو سره د غزني تېر برم او تاريخ يو ځل بيا راژوندى شي.

خو اوس چې د ۲۰۱۳ كال تر رارسېدو پورې وخت كم او هغه څه چې ژمنې شوې وي عملې نه شوي، په غزني كې د سنايي كلتوري ټولنې غړی نصير احمد بيان وايي له دې كبله چې د تاريخي ځايونو، ابداتو، ودانيو او څلو جوړولو ته څونې پام ونه شو.

هغه په چارواكو هم نيوكه كوي چې د بيارغاونې د څه د پاسه شپېتو پروژو د پلي كېدو لپاره د مالي لګښتونو پيدا كولو لپاره ډېر وخت درلود خو څه يې ونه كړل.

نوموړی زیاتوي دا چې دا پروژې اوس نه شي عملي كېدای، نو ناخوښه دى: ''په تېرو څو كلونو كې د ۲۰۱۳ كال په وياړ د مهمو پروژو لكه د اسلامي ثقافت مركز، د هوايي ډګر، د څو ستوريزو هوټلونو، د سړكونو، او همدا ډول د تاريخي ځايونو، ابداتو، ودانيو او څلو جوړولو ته پام ونه شو، چې په دې كار سره سخت نهيلي شوو، وعدې وشوې، خو عملې نه شوې.''

د ولایتي شوار غړي د غزني له ټکنۍ بیارغاونې نهیلي شوي دي.

د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع وايي دا چې دا پروژې عملي ډېر لاملونه لري چې يو يې هم دادى چې په خپله د غزني او مركزي چارواكو ترمنځ همغږي نه وه؛ ځكه ډير وخت هم ضايع شو:

اختلاس

''په ټوله كې خو د مركز له لوري له غزني سره ډېره بې غوري وشوه چا په دغه مناسبت مالي امكانات غزني ته ورنه كړل د ماليې وزارت ورته بوديجه ځانګړې نه كړه، او بل دا هم و چې د غزني د چارواكو او د ولايتي شورا وړانديزونو ته د ۲۰۱۳ كميسيون چې وپام ونه كړ، او دلته هم د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي نه وه، ولايتي شورا په ده يک كې د يوې پروژې كار له دې امله چې په كې دوه ميلیونه اختلاس و، بند كړ خو اوس بيا ورته اجازه وركړل شوې ده.''

كه څه هم د غزني والي مني چې د ۲۰۱۳ كال لپاره د پنځه شپيتو د بيارغونې د پروژو ډېرى هغه يې نه دي پلې شوي او وخت يې هم له ګوتو وتى، خو لاهم نهيلى نه دى او وايي په دې كم وخت كې به هم وكولاى شي په دې اړوند يولړ كارونه سرته ورسوي.

موسی خان اکبرزاده وايي كه چېرې وزارتونو په خپلو كلینو پلانونو كې يوه اندازه بوديجه د غزني لپاره بېله كړې وای، نو دوی به ډېرې برياوې درلودلای:

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption د غزني د ولایتي شوار غړي هم د غزني له ټکنۍ بیارغاونې نهیلي شوي.

''زه درته ويلاى شم چې ما له پارلمانه وغوښتل چې يوځل مې خپلې غونډې ته وروبولي څو دغه د څو كلونو بهير د حالت تاريخ ورته ووايم، چې ولې په دغه اړوند كار ونه شو؟ ولې دا بهير له خنډونو سره مخامخ شو، او مقصرڅوک دى په هر حال له موږ سره لكه څنګه چې لازمه وه مرسته ونه شوه او ان چې د سږ كال په بوديجه كې هم يوه وزارت هم دغې مسالې ته پام نه دى كړی، او د ۲۰۱۳ لپاره په غزني كې كومه پروژه نه لري، خو بيا هم نهيلی نه يم كه چېرې اوس هم څه په واک كې راكول شول نو د اوو کلونو مزل به په دغه پاتې موده كې ووهو.''

په ټوله كې په غزني كې د كلتوري ټولنو غړي او د چارو كارپوهان وايي لاهم د بيارغاونې د پروژو د پلي كېدو او مالي امكاناتو د پيداكولو لپاره وخت شته، خو كه چېرې اړوندې ادارې، ولايتي شورا او پخپله د ولايتي چارواكو ترمنځ هلې ځلې سره همغږې شي او په ګډه ددغه هدف لپاره ليڅې رابډوهي.

ورته مطالب