''د نشه يي توکو قاچاق کې ډېر بهرني قاچاقچیان ښکېل دي''

حامد کرزی
Image caption افغان ولسمشر ويلي دي چې کومې سيمې د حکومت تر اغيز لاندې دې هلته د نشيي بوټو په کرلو کې لږړالى راغلى دى.

افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي دي چې د نشه يي توکيو په قاچاق کې ډېر بهرني قاچاق وړونکي ښکېل دي.

ولسمشر حامد کرزي د ملگرو ملتونو له مرستيال يوري فيدويتوف سره د کتو پر مهال ويلي دي چې د نشه يي توکيو نوم بدي د افغانستان په برخه رسېږي او گټه يې د نورو جيبونو ته لوېږي.

ولسمشر نشه يي توکيو ته له بل ليدلوري هم ليدلي دي د ولسمشرۍ ماڼۍ نه د خپرې شوې رسنيزې خبرتيا پر بنسټ ښاغلي کرزي ويلي دي چې نشه يي توکي او نړيواله ترهگري يو تر بله پاخه او نه شلېدونکي اړيکي لري.

سیاسي اراده

افغان ولسمشر وايي حکومت يې د نشيي توکيو د کر توليد او قاچاق د مخنيوي لپاره کلکه سياسي اراده لري، خو وايي دا ستونزه داسې نه ده چې يو هېواد دې په يوازې ځان هغه هواره کړي نوموړي په دې برخه کې د ملگرو ملتونو نوره همکاري او مرسته هم وغوښته او دداسې ورځې د راتلو هيله يې وکړه چې افغان کروندگر د نشه يي توکيو کرلو ته اړ نه اوسي.

افغان ولسمشر ويلي دي چې کومې سيمې د حکومت تر اغيز لاندې دې هلته د نشه يي بوټو په کرلو کې لږوالى راغلى دى.

د ملگرو ملتونو مرستيال يوري فيدويتوف ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې خپله همکاري به په اړونده برخه کې روانه ساتي نوموړي وويل چې په دې ترڅ کې افغانستان پر سم تگلوري روان دى، هغه هيله وښووله چې له دغو هڅو نه اړينې پايلې تر لاسه شي.

ورته مطالب