یونما وايي تر ۲۰۱۴ پورې افغانستان کې خپل تشکیلات کموي

یان کوبیش د انځور حقوق AP
Image caption یان کوبیش وايي چې د ملګرو ملتونو د نورو ادارو په کړو وړو کې به کوم بدلون را نه شي.

ملگري ملتونه وايي چې تر ۲۰۱۴ کاله پورې به په افغانستان کې ځينې سيمه ييز دفترونه وتړي.

ملگري ملتونه په افغانستان کې د خپلو ځينو سيمه ييزو دفترونو د تړلو خبره داسې مهال کوي چې څو اوونۍ وړاندې د دغه سازمان سيمه ييز دفتر په نيمروزولايت کې وتړل شو.

په کابل کې د ملگرو ملتونو ځانگړى استازى يان کوبيش وايي غواړي چې په افغانستان کې د امنيتي واگو له لېږد سره هم مهاله خپلې هڅې سمبالې کړي.

د هغه په خبره د انتقال بهير يوازې د امنيتي واگو د لېږد بهير نه دى، بلکې د ده له نيره په سياسي برخو کې هم ورته بدلونونه رادبره کېدونکې دي:

''د واگو د لېږد بهير دا ښيي چې موږ په اوسنۍ کچه چې پراخه تشکيلات لرو دغه شان تشکيلاتو ته اړتيا نه شته، په داسې حال کې چې موږ کولاى شو په ډېرو نورو لارو او د سيمه ييزو څانگو پر مټ خپل خدمتونه ترسره کړو، ترڅنگ يې مالي ستونزې هم کېداى شي د دغه کار يو لامل وي.''

ښاغلى کوبيش وايي چې په افغانستان کې به د ملگرو ملتونو د نورو ادارو چارې پخپل حال پاتې وي، هغه دا رنگه په افغانستان کې د ولسمشريزو ټاکنو په اړه چې په ۲۰۱۴ کال کې به ترسره شي وويل چې افغان ولسمشر حامد کرزي هم ورسره ژمنه کړې چې دغه ټاکنې به پخپل وخت سره ترسره کېږي.

هغه وايي د ولسمشر کرزي د دغې ژمنې سره دوى هم پحپلو چمتووالو لگيا دي:

''زما لپاره د افغان ولسمشر دغه وضاحت چې ويلي يې وو د افغانستان له اساسي قانون سره سم به په ۲۰۱۴ کال کې ولسمشريزې ټاکنې پلې کړي ډېر ارزښتناک دی، نو ځکه موږ هم د همدغې ژمنې سره سم خپل چمتووالى نيسو.''

په افغانستان کې په کال ۲۰۰۱ کې کله چې د طالبانو واکمني ړنگه شوه، نو د ملگرو ملتونو د استازي دفتر هم ورسره هم مهاله پرانيستل شو.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو شته والي ته په ټوله کې د نړيوالې ټولنې د سياسي او ناپوځي شتون په سترگه کتل کېږي، دا رنگه د ملگرو ملتونو د امنيت شورا هم هر کال په افغانستان کې د يونما ماموريت ته بيا له سره کتنه کوي.

ورته مطالب