خوست کې د ناټو اډې ته نژدې چاودنه شوې ده

خوست پخوانى عکس د انځور حقوق Reuters
Image caption په خوست کې پخوا هم پر پوځي اډو بريدونه شوي دي

د افغانستان په ختيځ ولايت خوست کې د يوې چاودنې غږ اوريدل شوى چې ويل کيږي د ناټو اډې ته نژدې وه.

د ځينو خلکو له خولې ويل شوي چې د ناټو له اډې سره لوگي ويني.

د بريد نور جزييات لا څرگند نه دي او دا هم معلومه نه ده چې څومره ځاني تاوان يې اړولى دى.

ځينې دا هم وايي چې تر چاودنې وروسته ډزې شوې دي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونه وايي دوى د چاودنې له خبره خبر شوي دي خو لا ډير د وخته دى چې څه پرې ووايي.

د وسله والو طالبانو له خولې خبري اژانسونو رپوټ ورکړى دى چې دوى دا کار کړى دى او له چاودېدونکو توکو ډک موټر يې پر اډې وروستى او چوولى دى.

دا خبر بلې سرچينې نه دي تاييد کړى.

ورته مطالب