سیمه ییز پاڅون د غزني اندړو ښوونځي بېرته پرانیستل

ښوونځی
Image caption چارواکي وايي غزني کې د امنیتي ګواښونو له کبله ښوونځي تړل شوي وو.

د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې لسګونه ښوونځي بېرته پرانیستل شوي دي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په مخالفینو باندې د سیمې د خلکو د فشار په پایله کې په دې توانېدلي، چې شاوخوا ۳۰ ښوونځي بېرته فعال کړي.

د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ ۴۴ ښوونځي لري، چې له دې جملې ۸ یې لېسې او اته یې هم د منځنۍ کچې دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي هیله لري چې دغه ګام به وکولای شي، په نورو سیمو کې هم د مخالفینو پر وړاندې د خلکو د ورته اعتراضونو په پایله کې د تړلو ښوونځیو د پرانیستو سبب شي.

د اندړو ولسوال شیرخان یوسفزی وايي د خلکو دغه پاڅونونه هله پیل شول چې طالبانو یو جومات، څو ښوونځي او یو بازار وتړل.

ښاغلی یوسفزی وايي په دغو اعتراضونو کې یو شمېر جهادي قومندانان ، د سیمې اوسیدونکو او یو شمیر زده کونکو برخه لرله.

د اندړو ولسوال وايي د طالبانو او دغو کسانو ترمنځ د نښتو په ترڅ شپږ تنه طالبان وژل شوي او ۲۵ تنه نور نیول شوي دي.

د ښاغلي یوسفزي په وینا، اوس هم په یو شمېر سیمو دغه نښته روانه ده، خو ۱۲ کلي د طالبانو له ولکې وتلې دي.

سیمه ییز چارواکي بیا وایي چې ددغو فشارونو له پیله تر اوسه ددولت مخالفینو د سیمې لس تنه مخور وژلي دي.

خو د اندړو ولسوالۍ د ښوونې روزنې مدیر تازه ګل وايي د مخالفینو او د سیمې د مخورو ترمنځ د خبرو اترو په پایله کې دغه دا ښوونځي بېرته پرانیستل شول.

د افغانستان د پوهنې وزارت ددغو ښوونځیو د پرانستو په چاره کې له مخالفینو سره هر ډول معامله رد کړې ده.

تر دې وړاندې طالبانو ګواښ کړی وو که غزني کې چارواکي هغو موټرسایکلونو ته چې پلیټ او جواز نه لري، د ګرځېدو اجازه ور نه کړه، نو ښوونځي به وتړي.

چارواکي وايي طالبان تر ډېره له دا ډول موټرسایکلونو کار اخلي او د خپ او ترپ بریدونه کوي.

خو له دې ټولو سره سره اوس په غزني کې داسې ښوونځي شته چې د ناامنیو او یا هم د طالبانو د ګواښ له کبله تړلي پاتې دي.

ورته مطالب