ایران د اعدام شوو افغانانو مړي وطن ته لېږدولي

اعدام د انځور حقوق Getty
Image caption دغه اعدام شوي وګړي د تخار ولایت اوسېدونکي وو چې مړي یې د دوی کورنیو ته سپارل شوي دي.

د هغو درو افغانانو مړي افغانستان ته رالېږدول شوي، چې تازه په ایران کې د نشه یي توکو د قاچاق په تور اعدام شوي دي.

د نیمروز ولایتي چارواکي وایي دوه اعدام شوي کسان ۲۵ کلن یو یې ۳۶ کلن دی، چې درې واړه د تخار ولایت اوسېدونکي وو.

د دوی مړي تېره ورځ د افغانستان سوېل لوېدیځ ولایت نیمروز ته لېږدول شوي او کورنیو ته یې سپارل شوي دي.

ویل کېږي دغه کسان دوه کاله وړاندې د ایران په زاهدان کی د نشه یي توکو د قاچاق په تور بندیان شوی وو.

د نیمروز د کډوالو د راستنېدو د چارو مشر اکبر چخانسوري بي بي سي ته وویل:

''د دوی 'اعدام شویو کسانو' ورثه چې ورسره وه دوی ویل چې دوی څو ورځې مخکې په زاهدان کې د نشه یي توکو د قاچاق په تور اعدام شوي وو او دې خواته لېږدول شوي دي.''

دا لومړی ځل نه دی چې یوشمېر افغان وګړي په ایران کې د نشه یي توکو د قاچاق په تور اعدامېږي.

تر دی وړاندې هم یوشمېر افغانان په ورته تورونو په ایران کې اعدام شوي او مړي یې د افغانستان لوېدیځو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

تېر کال ورته پېښو ته د افغانستان په مختلفو ښارونو کې خلکو تند غبرګون وښود او د لاریونونو په ترسره کولو سره يې په ایران کې د افغانانو اعدامونه وغندل.

په ايران کې د افغان زندانيانو د اعدام خبره په کال کې څو څو ځله افغانستان کې د حکومت، ولسي وگړو، سياسي گوندونو اندېښنې پاروي، خو بيا هم افغان حکومت تر دې مهاله پر دې نه دې توانېدلى، چې په دې برخه کې له ايران سره يوې کره او پلې کېدونکې پرېکړې ته ورسېږي.

د ځينو شمېرو له مخه، اوسمهال په ايران کې تر دوو زرو ډېر افغانان د نشه يي توکيو د لېږد او نورو تورونو له کبله زنداني دي چې تر دوه نيم سوو ډېر يې د اعدام له سزا سره مخامخ دي.

ورته مطالب