کابل د بګرام بندیانو ورسپارلو ټینګار کوي

بګرام زندان د انځور حقوق AFP
Image caption د بگرام ډيرى زندانيان د حکومت له وسلوالو مخالفانو سره د اړيکو لرلو په تور نيول شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت په يو شمېر امريکايي رسنيو کې هغه څرگندونې نا مسؤولانه وبللې چې د يوه امريکايي چارواکي له خولې په کې راغلي دي، چې گواکې هېواد يې افغان حکومت ته د بګرام زندان د سپارلو په برخه کې د ويټو واک لري.

له امريکايي ځواکونو، افغان هغو ته د بګرام زندان د واک سپارل، له لومړيو راهيسې د گڼ شمېر افغان وگړو هيله وه.

افغان ولسمشر هم دغه زندان د خپل هېواد له ځمکنۍ بشپړتيا سره په ټکر کې باله.

ان تر دې چې دا چاره يې له امريکا سره د ستراتيژيک تړون د لاس ليکولو لپاره د يوه اړين شرط په توگه وړاندې کړه او په پاى کې د تېرې دوديزې جرگې گډونوالو هم د دغه زندان افغاني کېدل وغوښتل.

په پايله کې شاوخوا دوه نيمې مياشتې وړاندې دواړو غاړو يو داسې هوکړه ليک لاسليک کړ چې د شپږو مياشتو په ترڅ کې به زندان او زندانيان افغان حکومت ته سپاري.

خو اوس په دې وروستيو کې يو شمېر امريکايي رسنيو د هغه هېواد د يوه ناڅرگند لوړ پوړي چارواکي له خولې ويلي دي چې متحده ايالتونه د دغه تړون د ويټو يانې رد حق لري.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي په کابل کې خبريالانو ته وويل چې د واشنگټن پوسټ او نيويارک ټايمز څرگندونې نا مسؤولانه او له ريښتينولۍ لېرې دي:

''بايد هير نه شي چې د زندان د واک ليږد د افغان ولسمشر له لومړيتوبونو څخه و، او موږ يې پلي کول د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا د خوندي کولو ېوه برخه گڼو، د ويټو کليمه کارول او هغه هم دداسې چا له خولې چې لوړپوړى امنيتي چارواکى بلل شوى، په بشپړ ډول يوه نا مسؤولانه څرگندونه ده، دا خبره اندېښنه پارونکې هم ده، د افغانستان دفاع وزارت او ايساف هوډمن دي چې په ټاکل شوې موده کې د تړون منځپانگه په بشپړ ډول پلې کړي.''

شاوخوا دوه نيمې مياشتې مخکې چې افغانستان او امريکا دا تړون لاسليکاوه، په بګرام زندان کې ۳۰۱۱ تورن کسان بنديان وو، چې تر دې مهاله يې يو ۱۵۰۷کسان نورو زندانونو ته ليږدول شوي،او ۱۵۴خوشې شوي هم دي..

خو که په بګرام زندان کې بهرنيان هم بنديان وي، نو برخلیک يې جوت نه دى ځکه چې افغان چارواکي وايي امريکايانو په دغه زندان کې د بهرنيو بنديانو په اړه هيڅ معلومات نه دي ورکړي.

خو چارواکي وايي دا چې د حکومت وسلوال په خپلو ليکو کې ماشومان هم جنگوي نو يو شمېر تورن افغان ماشومان بنديان هم دي.

افغان چارواکي وايي کوم شمېر بنديان چې دوى ته سپارل شوي، د گڼو دوسيې يې د دغه هېواد عدلي او قضايي ارگانونو ته سپارل شوي دي.

د بګرام ډيرى زندانيان د حکومت له وسلوالو مخالفانو سره د اړيکو لرلو په تور نيول شوي دي.

ورته مطالب