لوګر کې د ناټو بمبارۍ ۱۸ ولسي وګړي وژلي

بمبار شوی کور
Image caption د ناټو په هوايي بریدونو کې د ولسي وګړو وژل کېدو د افغان چارواکو او امریکايي چارواکو ترمنځ اړیکي ترینګلي کړي دي.

د افغانستان پلازمېنې کابل جنوب لوګر ولایت کې د ناټو بمبار لږترلږه ۲۵ کسان وژلي دي.

د لوګر د امنیت امر رییس خان صادق بي بي سي ته وویل، برید د لوګر برکي برک ولسوالۍ کې د عبدالبصیر اخندزاده پر کور شوی دی.

نوموړی زیاتوي، چې په برید کې ۱۸ ولسي وګړي او اووه طالبان وژل شوي دي.

په وژل شوو کې ۷ ماشومان، پنځه ښځې او شپږ نارینه دي.

خو سیمه ییز خلک ټول وژل شوي ولسي وګړي بولي.

د سیمې خلکو ویلي، چې د راتلونکې جمعې پر ورځ په یاد کور کې واده و او ځینې مېلمانه لا له وړاندې ورته راغلي وو.

سیمه والو تر برید وروسته مظاهره کړې ده.

ناټو ویلي چې په برید کې یې "اورپکي" وژلي دي.

دوی دا ادعا هم کړې ده چې لومړی اورپکو پر افغان او نړیوالو ځواکونو ډزې کړې او بیا دوی ځوابي بمبار کړی دی.

خو سیمه ییز خلک د وژل شويو ډېری ولسي وګړي بللي دي.

د ناټو په هوايي بریدونو کې د ولسي وګړو وژنې د افغان چارواکو او امریکايي چارواکو ترمنځ اړیکي ترینګلي کړي دي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي څو ځلې له ناټو ځواکونو غوښتي چې پخپلو عملیاتو کې د ولسي وګړو ژوند ته پام وکړي.

ورته مطالب