راپور: د سم اقتصادي مديريته پرته راتلونکی ښه نه دی

Image caption "تېر لمريز کال په ترڅ کې د افغان اقتصاد ۶۰ په سلو کې برخه نا رسمي وه".

د افغانستان سوداگرۍ خونې د يوۀ راپور په خپرولو سره د دې هېواد د اقتصاد د راتلونکي په اړه انديښنه ښوولې.

راپور ويلي که د بهرنيو ځواکونو تر وتلو مخکې افغان چارواکي يو کره اقتصادي مديريت رامخې ته نه کړي، په راتلونکي کې به ډاډمن اقتصاد ونه لري.

سوداگرۍ خونه وايي چې د تېر لمريز کال په ترڅ کې د افغان اقتصاد ۶۰ په سلو کې برخه نا رسمي وه، چې په دې ترڅ کې يو اعشاريه څلور ميليارده ډالره د نشيي توکو د کر توليد او قاچاق نه تر لاسه شوي دي.

دوی وايي دا هر څه د افغانستان پر کره اقتصاد ناوړه اغيز کوي او هغه په دې ډول چې له نا رسمي اقتصاد څخه حکومتي ماليه اخستل ناشونې ده.

د افغانستان د سوداگرۍ خونه وايي چې اوس مهال د افغانستان د اقتصاد د پرمختيا په برخه کې تر ټولو خوځنده ځواک بهرنۍ مرستې دي.

خونه زياتوي ان تر دې چې تېر لمريز کال د افغانستان د عادي بودجې ۴۰ سلنه او د پرمختيايي بودجې ټوله برخه له بهرنيو مرستو جوړه شوې وه.

د سوداگرۍ خونې مشر محمد قربان حقجو د راپور تر خپرولو وروسته د خپلو اندېښنو او د راپور د منځپانگې په اړه بي بي سي ته داسې څرگندونې وکړې.

"دا راپور چې موږ چمتو کړى ښيي چې په ١٣٩٠ لمريز کال کې د افغانستان اقتصاد داسې ېون نه دې کړى، چې هغه دې په کنترول کې وي. يا دې د مخکينيو چمتو شويو تگلارو په رڼا کې پر مخ تللى وي. د بې روزگارۍ او بې وزلۍ کچه د پخوا په څېر په خپل حالت ده. زموږ کورني ملي عوايد هم نژدې ۱۷اعشاريه شپږ ميليارده ډالر دي. همدا راز سړي سر عايدهم په کال کې نژدې ۶۴۵ ډالره ده چې يوه ښکته کچه ده".

ښاغلي حقجو وويل چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو مخکې بايد په افغانستان کې يو کره اقتصادي مديريت رامخ ته شي.

د افغانستان د سوداگرۍ خونې د دې موخې د پوره کېدو لپاره افغان حکومت ته يو شمېر سپارښتنې هم کړې دي.

هغه وايي په پيل کې بايد هغه لاملونه له منځه لاړ شي چې د دغه هېواد اقتصادي پرمختيا ټکنۍ کوي چې د بيلگې په توگه يې نا امني، نشيي توکي او اداري درغلۍ په گوته کړي دي.

سوداگرۍ خونې دا هم ويلي دي چې حکومت بايد د عوايدو راټولو په برخه کې کره اصلاحات راولي، ډيرو صادراتو ته لاره پرانيزې، کرنه له اوس مهالو غوښتنو سره برابره کړي او د کان ايستنې په برخه کې راڼه گامونه پورته کړي.

افغان سوداگر وايي که دغه سپارښتنې په پام کې ونه نيول شي دا شونتيا شته چې په دغه هېواد کې به پر بيلو اقتصادي ډگرونو ناوړه اغيز وشي.

يو به يې دا وي چې د لگښتونو له کبله پر کلنۍ بودجه ډير فشار راشي.

ورته مطالب