د نجونو د مسمومېدو په تړاو ۱۶ کسان نیول شوي

Image caption افغان چارواکي د ښوونځي د نجونو د مسمومۍ پېښې د مخالفینو له لوري یوه رواني جګړه بولي

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي وړاندې تر دې یې د پوهنې وزرات د اندېښنو له کبله د ښوونځیو زده کوونکو د مسومیت لاملونو له افشا کولو ډډه کوله.

د دغې ادارې چارواکي وايي په تخار ولایت کې یې د مسومېدو د وروستیو پېښو په تړاو د طالبانو د یوه قومندان په ګډون ۱۵ تنه نیولي دي، خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده.

په تېرو دریو کلونو کې څو څو ځله د نجونو پر ښوونځیو بېلابېل بریدونه شوي دي.

خو تر اوسه هیڅ ډلې د دغو کړنو مسوؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې باالاخره د زده کوونکو نجونو له مسمومېدو پرده پورته کړه.

د طالبانو له خوا د دغو پېښو د پړې نه منلو له امله ګڼې پوښتنې او اندېښنې راوپارېدې او آن هغه یوه ټولیزه رواني ناروغ وبلله شوه.

د ملی امنیت د ریاست ویاند لطف الله مشعل د چهارشنبې په ورځ په کابل کې له خبریالانو سره په خبرو کې د دې چارې پړه پر طالبانو ورواچوله.

ښاغلی مشعل وايي د ملي امنیت ادارې د پوهنې وزارت د اندېښنو له کبله نه غوښتل چې دا خبر له خبري رسنیو سره شریکه کړي:

"د پوهنې وزرات سپارښتنه هم همدا وه چې د زده کوونکو د مورال د ټېټېدو د مخنیوي لپاره باید دغه موضوع د رسنیو له لارې خپره نه شي. د دوی دا وړاندیز مثبت وو، نو ځکه موږ هم دا کار ونه کړ. خو دا ځل خبره ډېره لویه شوه او د یو ښوونځي د زده کوونکو پسې د بل ښوونځي زده کوونکي مسموم شول او آن د یوه ولایت په څو ښوونځیو کې دا پېښې رامنځ ته شوې نو موږ مجبور شولو چې په دې برخه کې ګام پورته کړو، سره له دې چې ښايي د پوهنې وزارت خوښ نه وي".

د ملي امنیت ویاند وايي طالبان، د داد الله محاذ، جندالله ډلګیو په نوم او د ښوونکو او زده کوونکو په ګډون د سیمه ایزو خلکو په مرسته دغه راز چارې ترسره کوي.

د ښاغلي مشعل په وینا طالبان د پاکستان د استخباراتي ادارې او القاعده ډلې په مرسته ورته کړنې ترسره کوي:

په تېرو درېو کلونو کې څو څو ځله دغه راز پېښې رامنځ ته شوي دي چې له امله یې لسګونه نجونې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

خو طبي څېړنو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي موندلي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیرې ثریا دلیل وايي که څه هم په ټولو زده کوونکو کې د مسمومیت نښې سره ورته دي، خو د کتنو له لارې د دوی په وینه کې زهري مواد نه دي څرګند شوي:

"په ۱۳۹۱ کال کې د زده کوونکو د مسمومېدو پېښو په تړاو د تخار، لوګر او خوست له ولایتونو راپورونه ورکول شوي دي. هغه معاینات مو چې د دغو زده کوونکو د وینې په تړاو ترسره کړل هیڅ راز زهر چې د مسمومېدو لامل شي د دوی په وینه کې ونه موندل".

افغان چارواکي د ښوونځي د نجونو د مسمومۍ پېښې د مخالفینو له لوري یوه رواني جګړه بولي، چې تر دې مهاله د افغانستان په بېلابېلو برخو کې رامنځ ته شوې دي.

د افغان چارواکو تر دغو څرګندونو وروسته طالبانو يو ځل بيا په دغه شان پېښو کې لاس درلودل رد کړل او پړه یې پر افغان حکومت وراچولې ده.

طالبانو د ماشومانو مسمومول یو غیرشرعي عمل بللی دی.

په افغانستان کې شاوخوا اته میلیونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې څلوېښت سلنه یې نجونې دي.

افغان حکومت او نړیوال ملاتړي یې هڅه کوي چې په ښوونځیو کې د نجونو شتون لا ځواکمن کړي.

ورته مطالب