کرزي د چين سفر را لنډ کړ

Image caption ښاغلي کرزي ویلي، هغه عملیات ورته د زغم وړ نه دي، چې ملګي وګړو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د تېرې ورځې د لس ګونو ملکي وګړو د وژنې په غبرګون کې، چین ته خپل رسمي سفر را لنډ کړی او ژر خپل هېواد ته ستنېدونکی دی.

د چهارشنبې په ورځ (د مۍ ۶) د کندهار په غبرګو ځانمرګو بریدون کې ۲۲ ملګي وګړي ووژل شول او په لوګر کې بیا د ناټو په هوایي بمباریو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

ښاغلي کرزي ویلي، هغه عملیات ورته د زغم وړ نه دي، چې ملګي وګړو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي.

د کندهار په دوو ځانمرګو بریدونو او په لوګر کې د ناټو په هوايي بمباریو کې د لس ګونو ملکي وګړو وژنې د ولسمشر حامد کرزي غصه راپارولې ده.

اوس چې ولسمشر کرزی چین ته په سفر تللی، وايي دغه سفر یې را لنډ کړی او ډیر ژر به خپل هېواد ته ستون شي.

د ارګ له ماڼې نه په خپره شوې وینا پاڼه کې ښاغلي کرزي د لوګر په برکي برک ولسوالې کې د ناټو په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو وژنه په کلکه ټکو غندلې ده.

د ناټو په عملیاتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ ولسي وګړي او اته وسله وال طالبان وژل شوي وو.

ښاغلي کرزي ويلي، هغه پوځي عملیات ورته دمنلو وړ نه دي، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي.

د ناټو له خوا په پوځي عملیاتو کې د ولسي وګړو وژنه هغه مساله ده، چې د افغانستان او د نړیوالو ملګرو ترمنځ یې په اړیکو منفي اغیز پرې ایستلی دی.

ولسمشر کرزي په خپره شوې اعلامیه کې د کندهار هغه غبرګ ځانمرګي بریدونه هم په کلکه غندلي، چې ۲۲ ولسي وګړي په کې ووژل شول او لس ګونه نور یې ټپیان کړل.

په خبر پاڼه کې دارنګه ویل شوي، چې ولسمشر کرزي د لوګر او کندهار د پېښو د څرنګوالي په اړه له لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم او د لوګر او کندهار له والیانو سره ټلیفوني خبرې هم کړي دي.

ورته مطالب