پنیتا: پاکستان ته مو د صبر کاسه په ډکېدوه ده

د انځور حقوق AP
Image caption نوموړي خبريالانو ته وويل چې پاکستان بايد د حقاني شبکې پر وړاندې جدي ګام واخلي.

د امریکا د متحده ایالتونو دفاع وزیر لیون پنیتا وايي، په پاکستان کې د اورپکو د پټنځایونو پرسر يې د صبر کاسه په ډکېدو ده.

ښاغلی پنیتا، چې په یو ناڅاپي سفر کابل ته راغلی، وايي، د حقاني ډلې په پاکستان کې له خپلو پټنځایونو نه په افغانستان کې پر امریکايي سرتېرو بریدونه کوي.

د امریکا د دفاع وزیر وویل، ترهغه، چې پاکستان د حقاني شبکې پر وړاندې جدي مبارزه ونه کړي، په افغانستان کې د ثبات ټینګښت ستونزمن دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزیر هم په پاکستان کې د ترهګرو حضور د خپل هېواد پر وړاندې لوی امنیتي ګواښ وباله او په دې برخه کې له پاکستان نه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د امریکا د دفاع وزیر اسیا ته د خپل سفر په ترڅ کې کابل ته رسېدلی، چې موخه يي د افغان سرتېرو د روزنې او سمبالنې د بهير څارنه ده.

خو د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ وروستۍ ترنګلتیاوو په دغه سفر هم سیوری پرې ایستلی دی.

ښاغلي پنیتا، چې په کابل کې له خپل افغان سیال جنرال عبدالرحیم وردګ سره خبري غونډې ته خبرې کولې په بیا بیا ټینګار وکړ، چې حقاني ډله له پاکستانه په افغانستان کې مېشت امریکايي سرتېري په نښه کوي.

نوموړي په پاکستان کې د اورپکو د پټنځایونو شتون یوه ارزښتناکه موضوع وبلله.

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا وویل، هېواد يي پرپاکستان دیپلوماټیک فشارونه روان ساتي، چې د ترهګرو د پټنځایونو د له منځه وړلو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

"په پاکستان کې د امن د پټنځایونو شتون زموږ لپاره جدي اندېښنه ده. شونې ده، چې د حقاني ډله له دغو پټنځایونو په افغانستان کې زموږ پر سرتېرو د برید په موخه کار واخلي. زموږ د صبر کاسه ډکه شوې. له همدې کبله ډېره ارزښتناکه ده، چې پاکستان د دغو پټنځایونو د له منځه وړلو او زموږ پر سرتېرو د برید په موخه د پاکستان له خاورې د ترهګرو د کارونې د مخنیوي لپاره مبارزه وکړي. په وار وار مو دا روښانه کړې او بیا هم پر خپل دریځ ټینګار کوو".

د افغانستان د دفاع وزیر هم له خپل امریکايي سیال سره همغږی و.

عبدالرحیم وردګ وویل، د پاکستان له همکارۍ پرته د ترهګرو ماتې ستونزمنه ده.

ښاغلی وردګ وايي، هیله من دی، چې پاکستان به په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

"موږ ګډ دښمن لرو او له ګډ ګواښ سره مخامخ یو. د دوو هېوادونو او همدا راز د امریکا د متحده ایالتونو په همغږۍ او همکارۍ به په دې وتوانېږو، چې دغه ټول مسایل وڅېړو. په ځانګړې توګه هغه وخت به ډېر ګټور وي، چې هغه هېواد اقدام وکړي، چې هلته د ترهګرو ځالې دي، ځکه دغه اقدام کولی شي، استخباراتي وي او یا هم عملیاتي. موږ هیله من یو، چې هغوی له موږ سره همکاري وکړي. که همکاري وشي، نو هغه وخت کولی شو، چې د ترهګرو ځالې او روزنځایونه له منځه یوسو او مشران يي یا ونیسو او یا هم له منځه یوسو".

افغانستان ته د امریکا د دفاع د وزیر سفر داسې مهال کیږي، چې په دې وروستیو کې د دغه هېواد په ځینو برخو کې د اورپکو بریدونه زیات شوي دي، خو له دې سره سره لیون پنیتا وویل، آمریکا په سمه لاره روانه ده.

نوموړی وایي، دوی تمه لري، چې افغان ځواکونه به ډیر ژر د پوځي عملیاتو مشري په غاړه واخلي او په یوازې توګه به د خپلې خاورې دفاع وکړي.

ورته مطالب