"د روحاني د وژونکو په نيونه کې دولت پاتې راغلی"

Image caption د هلمند والي گلاب منگل دا مني چې د هغوى کشفي او استخباراتي ادارې د ارواښاد روحاني د قاتلينو په نيولو کې پاتې راغلي.

د بي بي سي د وژل شوي خبريال صمد روحاني تر وژنې څلور کاله وروسته افغان حکومت ومنله چې په ريښتيا هم د نوموړي د وژونکو په پيژندنې او نيونې کې پاتې راغلى.

د ښاغلي روحاني د وژل کېدو په هماغو لومړيو شپو ورځو کې افغان چارواکو ويلي وو چې د قاتلينو د نيولو لپاره يې هڅې گړندۍ کړي دي.

خو په لښکر گاه کې د پنجشنبې په ورځ (د مۍ ۷) د هغې غونډې وه برخه والو چې د صمد روحاني په ياد جوړه شوې پر حکومت نيوکې کولې چې گواکې د اروا ښاد روحاني د وژونکو په نيولو کې ناغيړي کوي.

افغانستان د خبريالانو لپاره د نړۍ د خطرناکو هېوادونو په کتار کې شمېرل کيږي چې د خبريالانو د خپلواکو ټولنو په وينا په تېرو لسو کالو کې دغلته ۲۹ خبریالان وژل شوي او د ۲۰۱۰ کال په پرتله په ۲۰۱۱ کال کې د خبريالانو سره د زور زياتي په پېښو کې ۴۰ سلنه زياتوالى راغلى.

صمد روحاني له نن نه څلور کاله وړاندې ناپېژانده وسله والو وواژه او مړى يې د لښکرگا ښار ته څيرمه د بولان په هديره کې وموندل شو.

د اروښاد روحاني له وژلو سره جوخت افغان چارواکو ويلي وو چې د هغه قاتلين به ډير ژر تر موندلو وروسته د قانون منگولو ته وسپاري، خو په لښکرگاه ښار کې راغونډو شويو خبريالانو، شاعرانو او ليکوالانو په يوه خوله ويل چې افغان حکومت د هغه د قاتلينو په موندلو کې ناغيړي کوي.

د هلمند والي گلاب منگل هم دا مني چې د هغوى کشفي او استخباراتي ادارې د ارواښاد روحاني د قاتلينو په نيولو کې پاتې راغلي، خو ښاغلى منگل هغه تر ډيره د دغې پاتې راتگ پړه د هغه مال په روانو حالاتو اچوي.

خو گڼ خبريالان وايي چې د روحاني او يا بل خبريال وژنه په افغانستان کې نه لومړى او نه هم وروستۍ ده، د روحاني له وژل کېدو وروسته هم د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې خبريالان وژل شوي.

د خبريالانو د ټولنو شمېرې ښيي چې په تېرو لسو کالو کې دغلته ۲۹ خبريالان چې ۱۷ يې افغانان او پاتې نور يې بهرنيان دي وژل شوي دي.

دا رنگه دوى وايي چې په ۲۰۱۱ کال کې د ۲۰۱۰ کال په پرتله له خبريالانو سره د زور زياتي په پېښو کې ۴۰ سلنه زياتوالى راغلى دی.

ورته مطالب