اسلامي ګوند: فدرالي نظام هېواد تجزيه کوي

Image caption د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال وویل چې د مجاهدیونو تر منځ د همغږۍ دنشتوالی په افغانستان کې کورنیو او بهرنیو غلیمانو ته دلاس وهنې زمینه برابره کړې.

په مزارشریف کې سلګونو کسانو چې د افغان دولت یو شمېر لوړ پوړو چارکو هم په کې ګډون درلود په افغانستان کې له فدرالي نظام سره مخالفت وښود.

دغه غونډه کې چې د افغانستان د بېلا بېلو ولایتونو نه د یو شمېر راغلیو کسانو په ګډون جوړه شوې وه، د افغانستان د اقتصاد وزیر او د اسلامي ګوند مشر عبدا هادي ارغندیوال وویل، دوی به په را روانو ټاکنو کې پراخ ګډون ولري.

په غونډه کې پر دولت هم نیوکې شوي چې په تېرو څو کلونو کې دوی ته پام وړ خدمت نه دی کړی.

دغه غونډې ته چې د افغانستان د بېلا بېلو ولایتونو د سلګونه اوسېدونکو په ګډون د افغانستان په شمال مزارشریف کې جوړه شوې وه، د بلخ د یو شمېر سیمه ییزو چارواکو په ګډون د اقتصاد وزیر عبد هادي ارغندیوال، د ولسمشر سلاکار او د پکتیا والي جمعه خان همدرد موجود وو.

غوڼده تر ډیره د افغانستان پر سیاسي موضوعاتو را ټوله وه چې په کې ګډوالونو په افغانستان کې له پارلماني نظام سره مخالفت په ډاګه کړ.

د دغه ډول نظام غوښتونکي، ملي اعتلاف او متحده جبهه ده چې مشري ېې عبدالله عبدالله، د ولسمشر پخوانی مرستیال احمد ضیا مسعود او کوي او غړي يې محمد محقق او جنرال عبدالرشید دوستم دي.

دوی پارلماني نظام د افغانستان په ګټه بولي.

خو د مزارشریف د نننۍ غونډې یوه ګډنوال او د پکتیا ولایت والي د کومې ډلې د نوم له اخېستو پرته وویل چې ځینې ډلې او اعتلافونه د افغانستان د تجزیې هڅه لري چې د ده په وینا تر شاه يې د بهرنیو کړیو لاس دی.

"خبر یاست چې په دې ورستیو کې یو شمېر پیژندل شوو کسانو اعتلافونه جوړ کړي او په هېواد کې د پارلماني نظام غوښتونکي دي. ښکاره ده چې دغه اعتلافونه د شخصي ګټو پر بنسټ او د ملي ګټو پرضد رامنځ ته شوي دي. د بهرنیو هېوادونو له لوري د ملي ګټو پر ضد تمویل کیږي، خو ښکاره ده چې دا اعتلاف به خپل دا ارمان پوره نه کړي، ځکه هغوی د پارلماني نظام غوښتونکي دي، چې هماغه دهېواد د تجزیې خبره ده"

دغې غوڼدې ته چې تر ډیره د افغانستان د اسلامي ګوند د پلویانو له لوري جوړه شوې وه ښاغلي همدرد وویل چې په را روانو ټاکنو کې به اسلامي ګوند د ولایتي شورا او ولسي جرګې په ټاکنو کې د پراخ ګډون تر څنګ په ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند ولري او یا به هم له چا ملاتر وښیي.

د دغه ګوند مشر او د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال وویل چې د مجاهدیونو تر منځ د همغږۍ د نشتوالی په افغانستان کې کورنیو او بهرنیو غلیمانو ته د لاس وهنې زمینه برابره کړې چې له امله يې ګټه نورو وکړه.

دغې غونډه کې د اسلامي ګوند مشرانو په دولت هم نیوکه وکړه چې په تېر کې يې د دوی د یو مشر د وژل شویو غړو پوښتنه نه ده کړې، سره له دې چې په تېرو ټاکنو کې يې د حامد کرزي ملاتړ کړی وه.

د ګوند مشرانو په مزار شریف کې د اوسني دولت له واکمنو وغوښتل چې په افغانستان کې د قومونو تر منځ دتربګنۍ مخه ونیسۍ تر څو د دوی په وینا له خپل کور او کلي څوګ کډوالې ته اړ نشي.

ورته مطالب