د سرپل پر زندان بريد کې ۳۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

Image caption د دغه ولایت د زندان د ماتېدو پېښه تېره شپه له چاودنو او بریدنو له امله رامنځ ته شوې ده.

افغان چارواکي واېي د افغانستان په شمال کې، د سرپل ولایت په زندان کې د وسله والو مخالفینو په برید کې، ۳۴ زندانیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې پولیس هم په کې دي.

د سرپل مرستیال والي اختر محمد خېرزاده واېي د دغه ولايت له مرکزي زندان نه ۳۲ تنه بنديان تښتېدلي چې ۱۶ تنه یې بیرته نیول شوي دي.

د دغه ولایت د زندان د ماتېدو پېښه تېره شپه له چاودنو او بریدنو له امله رامنځ ته شوې ده.

د سرپل ولایت مرستیال والي اختر محمد خېرزاده بي بي سي ته وویل چې د دغه ولایت پر مرکزي زندان په برید کې ۳ زندانیان وژل شوي دي او د دريو پولیسو په ګډون ۲۸ تنه نور ټپیان دي.

ښاغلی خېرزاده وایي په دغه زندان کې ۱۶۵ تنه زنداني وو چې یو شمېر ېې په تېښته بریالي شوي دي.

"د شپې ۱۰۲ کسان موجود وو. ۲۸ تنه ټپیان، دری وژل شوي او د تښتېدلو زندانیانو له ډلې ۱۶ تنه بېرته نیول شوي دي. اوس په تېښته د بریال شویو کسانو شمېر ۱۶ تنه دی چې امنیتي ځواکونه یې په لټه کې دي"

د سرپل والي عبد لجبار حقبین په دغه پېښه کې د وژل شوو شمېر دوه تنه ښودلی.

چارواکي مني چې په دغه زندان د دولت د مخالفیونو، وسله والو طالبانو د برید اصلي لامل، په زندان کې د یو شمېر طالب زندانیانو شتون دی.

وسلوالو طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې او ویلي ېې دي چې له دغه زندان نه یې خپل لسګونه ملګري ایستلي دي، او پولیسو ته ېې مرګ ژوبله اړولې ده.

تېر کال هم له دغه زندان نه یو شمېر زندانیانو د تېښتې هڅه کړې وه چې بریالي شوي نه وو.

مسولین وايي دغه ولایت ته دا مهال د شمال د۳۰۳ نمبر پامیر زون د قومندان په ګډون یو شمېر نور لوړ پوړي امنیتي مسولین رسېدلي او د پېښې په اړه ېې څیړنه پیل کړې.

ورته مطالب