ملي شورا غړي له ولسمشر سره پر اداري فساد غږيږي

Image caption د ولسمشر ویاد ایمل فیضي وايي تر اوسه د دې ناستې کره ځای او د بحث موضوعات نه دي نهايي شوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي، د خپل هېواد د ملي شورا او قضایه قوې غړي د یوې ګډې ناستې لپاره وربللي.

د دغې ناستې موضوع چې ټاکل شوې لس ورځې وروسته جوړه شي، لا نه ده اعلان شوې.

د ملي شورا غړي چې اوس په رخصتی دي، سبا په دې موضوع د بحث لپاره سره ګوري.

اوس مهال د افغانستان د ملي شورا غړي په دوبنيو رخصتیو تللي دي.

خو افغان ولسمشر حامد کرزي هغوی د قضایي قوې سره یو ځای د یوې ناستې لپاره وربللي دي.

ټاکل شوې دا ناسته لس ورځې وروسته ، د سرطان په لومړۍ ورځ ترسره شي.

د ولسمشر ویاد ایمل فیضي وايي تر اوسه د دې ناستې کره ځای او د بحث موضوعات نه دي نهايي شوي.

تېره ورځ د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د ولسمشر د پیغام د رسولو لپاره د جرګې له لسګونو غړو سره ولیدل.

د ولسي جرګې غړی نقیب الله فایق هم په دې ډله کې و.

هغه له بي بي سي سره په مرکه کې وویل چې ښاغلي ابراهیمي ورنه غوښتنه کړې چې د ښاغلي کرزي سره په لیدنه کې د ښې حکومتوالۍ او اداري فساد سره د مبارزې لپاره خپلې طرحې وړاندې کړي.

په دې لیدنه کې پریکړه وشوه چې د ولسي استازو د طرحو د یوځای کولو لپاره دې یو کمیسیون جوړ شي.

ښاغلی فایق وايي ټاکل شوې چې سبا ته د ولسي جرګې غړي په دې موخه سره کیني.

داسې ښکاري چې ولسي استازو لا دمخه طرحې او اندېښنې له یو بل سره شریکې کړي.

ښاغلی فایق وايي، ځینې ولسي استازي په دې باور دي چې له ولسمشر سره په ناسته کې به په راتلونکو ټاکنو کې د بهرني څارونکو شتون، د قضایه قوې د مشر ور پيژندل او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې جدیت او داسې نورې موضوع ګانې مطرح کړي.

ورته مطالب