سرپل کې چاودنې څلور افغانان ووژل

د انځور حقوق AFP
Image caption د ولسي مرګ ژوبلې ډېره پړه پر وسله والو طالبانو اچول شوې، خو افغان ځواکونه او ناټو هم په ولسي مرګ ژوبله کې ګرم پېژندل شوي.

د افغانستان په شمال کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې لږترلږه څلور ولسي وګړي وژل شوي دي.

امنیتي سرچینو ویلي چاودنه روغتون ته د یوې میندوارې ښځې پر لېږدوونکي امبولانس شوې ده.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چاودنه کې د ښځې مېړه، خواښې او چلوونکی وژل شوی، خو ښځه ټپي شوې او بیا وروسته یې لور پیدا شوې ده.

چاودنه د هېواد شمالي ولایت سرپل په ''قوش تیپه'' کلیواله سیمه کې شوې ده.

تر اوسه د دې چاودنې پړه چا نه ده منلې، خو د کورنیو چارو وزارت دا کار د وسله والو طالبانو بولي.

په وروستیو کې افغانستان کې د طالبانو بریدونه ډېر شوي دي.

د ولسي مرګ ژوبلې له اړخه کندهار کې څو روځې وړاندې دوو ځانمرګو بریدونو لږترلږه ۲۲ ولسي وګړي ووژل او تر ۵۰ ډېر نور یې ټپیان کړي وو.

پر همدې مهال، تېره اوونۍ د کابل څنګلوري لوګر ولایت کې د ناټو بمبارۍ لږترلږه ۱۸ ولسي وګړي ووژل.

ملګرو ملتونو او افغان حکومت له ناټو او وسله والو مخالفانو د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي پرله پسې غوښتنې کړې دي.

ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې ډېره ولسي مرګ ژوبله د سړک غاړې ماینونو په چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې رامنځ ته کېږي.

د ولسي مرګ ژوبلې ډېره پړه پر وسله والو طالبانو اچول شوې ده.

خو افغان ځواکونه او ناټو هم په ولسي مرګ ژوبله کې ګرم پېژندل شوي.

ورته مطالب