لوګر د ناټو بمبار په اعتراض کې ښوونځي تړلي

لوګر د انځور حقوق AP
Image caption په برید کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۸ ولسي وګړي وژل شوي وو.

د افغانستان لوګر ولایت کې د ناټو د وروستي هوايي برید په اعتراض کې چې ولسي وګړي یې وژلي وو، سیمه ییزو خلکو ښوونځي تړلي دي.

د برکي برک ولسوالۍ خلک وايي، په دې ولسوالۍ کې د ناټو د هوايي برید په اعتراض سره د ښوونځیو په تړلو سره غواړي د قربانیانو له کورنیو سره خپله غمشریکي وښيي.

تېره اوونۍ ناټو ځواکونو برکي برک ولسوالۍ کې پر ولسي خلکو بمبار وکړ، چې د ماشومانو او ښځو په ګډون یې لږترلږه اتلس ولسي وګړي ووژل.

ناټو په لومړي سر کې ویلي وو چې وژل شوي اورپکي دي، خو بیا وروسته جوته شوه، چې ټول وژل شوي ولسي وګړي دي.

ناټو ادعا کړې وه، چې ګني له دغه کوره پر دوی اورپکو ډزې کړې وې.

د ناټو عمومي قومندان جنرال جان الن د تېرې جمعې په ورځ لوګر ته تللی و او د قربانیانو له کورنیو او قومي مشرانو یې بښنه وغوښته.

'تېری'

په تېره یکشنبه ولسمشر کرزي د لوګر د پېښې له پلټونکي پلاوي سره په کتنه کې وویل، که په راتلونکې کې دا ډول بریدونه تکرار شي، دا به پر افغان خاوره د تېري مانا ولري.

د لوګر سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د برکي برک ولسوالۍ خلکو د درو ورځو لپاره ښوونځي تړلي دي.

د لوګر ولایت د پوهنې رییس عبدالمتین جعفر ویلي برکي برک ولسوالۍ کې دوی ته د ښوونځيو د تړل کېدو خبر رسېدلی دی.

نوموړی وايي چې د ښوونځيو په تړلو کې د طالبانو هېڅ ډول لاس نه شته، بلکې د سیمې خلکو د ولسي وګړو د وژنې په اعتراض کې دا ګام اخیستی دی.

ښاغلی جعفر وايي له چارواکو سره به هڅه وکړي، چې د سیمې خلک راضي او ښوونځي بېرته پرانیزي.

ورته مطالب