امریکا له پاکستان سره د اکمالاتو پر سر خبرې درولې

د ناټو اکمالات
Image caption په واشنګټن کې د پاکستان سفيرې شېرې رحمان هم وويل چې خبرې اترې به دوام ولري.

که څه هم امريکايي او پاکستاني چارواکي هڅه کوي له اسلام آباده د امريکايي مذاکراتي ټيم راستنېدلو ته مثبت رنګ ورکړي، په واشنګټن کې سياسي څارونکي په دې اند دي چې هېڅ ډول سياسې هنر نه شي کولای په دې حقيقت سترګې پټې کړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې تر هر بل وخت ترينګلې دي.

د امريکا ددفاع وزارت وايي چې مذاکراتي ټيم به په يو مناسب وخت کې بېرته اسلام آباد ته واستوي. د پنټاګون وياند جورج ليټل خبريالانو ته وويل چې د امريکا حکومت پرېکړه وکړه چې خپل ټيم د يو څه مودې لپاره راوبلي.

د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ويکټوريا نيولند وويل چې د شپږو اوونيو په مذاکراتو کې په تخنيکي کچه يو څه پرمختګ شوی و، خو د امريکا ډلې يوې "دمې" ته اړتيا درلوده.

په واشنګټن کې د پاکستان سفيرې شېرې رحمان هم وويل چې خبرې اترې به دوام ولري، خو آغلې رحمان دا خبره رد کړه چې ګواکې پاکستان د مذاکراتو له مېزه وتلی دی.

دې وويل چې پاکستان غواړي د امريکا او ناټو لپاره د حل برخه وي، نهٔ ددوی په لاره کې يو خنډ.

خو امريکايي وتلې ورځپاڼه Wall Street Journal بيا د نورو شننونکو په شان د سياستوالو وينا ګانو ته د شک په سترګه ګوري. ورځپاڼه په واشنګټن کې د خپلو سرچينو له خولې ليکلي چې د ټيم د راستنېدو دليل تر دې جدي دی.

د ورځپاڼې تر مخه، د ډلې د راستنېدو اصلي دليل دا و چې پاکستان د امريکا د دفاع وزارت يوهٔ چارواکي پيټر لاوای ته اجازه ورنه کړه چې د پاکستان د پوځ د مشر جنرال اشفاق کياني سره کتنه ولري.

ورځپاڼه د امريکا د حکومت دغه پرېکړه د هغو مذاکراتو په لړ کې يو څلور لاری بولي چې تر تېرې يوې اوونۍ پورې د برياليتوب پر لور روان برېښېدل.

ګنګوسې دې چې ښايي پاکستان دغه ګام په نوي ډيلې کې د امريکا د دفاع د وزير ليان پينيټا لخوا د پاکستان په باره کې د منفي څرګندونو په ځواب کې کړي وي. کله چې يو خبريال د بهرنيو چارو د وزارت له وياندې پدې هکله وپوښتل نو هغې د ځواب له ورکولو ډډه وکړه.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د مذاکراتو تر ټولو لوی خنډ دادی چې پاکستان له امريکا غواړي چې د نومبر د مياشتې د پېښو له امله له پاکستانه بې له کوم قيد او شرطه بښنه وغواړي، خو امريکا لا تر اوسه له دې کاره ډډه کړېده.

د پاکستان سفيرې دا خبره تائيد کړه او د رسنيو هغه راپورونه يې رد کړل چې ګواکې پاکستان د ناټو اکمالاتي لاره د نرخ پر سر د چنې وهلو لپاره بنده کړېده.

ورته مطالب