قزاقستان په افغان معادنو کې پانگونه کوي

Image caption د بهرنیو چارو دواړو وزیرانو د خپلې لیدنې په پای کې د سلا مشورې دوه اړخیزه سند هم لاسلیک کړ.

افغان حکومت وايي، قزاقستان په افغانستان کې د کانو د راسپړلو او د اوسپنې پټلۍ په غځولو کې پانګونې ته لیواله دی.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې له خپل افغان سیال او ولسمشر کرزي سره تر خبرو وروسته وویل، هېواد یې له افغانستان سره په اقتصادي، سیاسي، امنیتي او سیمه ییزو همکاریو کې د پراخوالي غوښتونکی دی.

يرژان قاضي خانوف، چې د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې د برخې اخیستو لپاره کابل ته تللی، د بهرنیو چارو له افغان وزیر سره د سیاسي سلا مشورو یو سند هم لاسلیک کړ.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر، يرژان قاضي خانوف له نور میلمنو وړاندې کابل ته رسیدلی او له افغان ولسمشر حامد کرزي او خپل سیال زلمي رسول سره یې لیده کاته کړي دي.

د دغو کتنو اصلي ټکی اقتصادي، سیاسي، امنيتي او سیمه ییزه همکاري بلل شوې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول وايي، قزاقستان د افغانستان د کانو په راسپړلو او د اوسپنې پټلیو په غځولو کې پانګونې ته لیوالتیا لري.

"په خپلو خبرو کې مو په اقتصادي، سیاسي او امنیتي برخو کې ډیرې ګټورې خبرې درلودې. قزاقستان هیله لري، چې نه یوازې په افغانستان کې پانګونه وکړي، بلکې غواړي د بشري مرستو، د کانو په را څپړلو او د اورګاډي د پټلیو په غځولو کې هم پراخې مرستې وکړي"

د بهرنیو چارو دواړو وزیرانو د خپلې لیدنې په پای کې د سلا مشورې دوه اړخیزه سند هم لاسلیک کړ.

د قزقستان د بهرنیو چاروزیر يرژان قاضي خانوف وايي، هېواد یې هڅه کوي، چې له افغانستان سره خپلې اړیکې لا پیاوړي کړي.

ښاغلي خانوف وویل، قزقستان به له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

قزاقستان له افغانستان سره نژدې ۲۰ کلنې اړیکې لري او یو له هغو هېوادونو دی چې د افغانستان په تړاو یې په شیکاګو او استانبول کنفرانسونو کې برخه اخیستې وه.

اوس مهال په افغانستان کې د غنمو ډیره مصرفېدونکې برخه له قزاقستانه راوړل کیږي.

ورته مطالب