کابل د نړيوالو د مرستو کارولو ته غونډه وکړه

زاخېلوال د انځور حقوق .
Image caption د افغانستان د مالې وزير وايي هڅه يې دا ده چې د نړيوالو مرستې مخامخ د افغانانو په لاس ولگول شي

د افغانستان د راتلونکې په اړه د توکیو د نړېوال کنفرانس د چمتووالي لپاره افغان حکومت او ورسره د ٧٠ مرستندویه هېوادونو او سازمانونو استازو په کابل کې غونډه وکړه.

ټاکل شوې دغه غونډه چې موخه یې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مالي ژمني دي، د جولای په لومړیو کې د جاپان په پلازمینه کابل کې جوړه شي.

افغان حکومت وايي، يو سند يې د اویا مرستندویه هېوادونو او سازمانونو له استازو سره شریک کړی او د توکیو په غونډه کې به يې ده وکړې لپاره وړاندې کړي.

د ماليې وزیر ډاکټر حضرت عمرزاخېلوال وايي د دغه سند پر مټ به افغان حکومت د پراختیایي پروګرامونه او ښې حکومتوالۍ لپاره له نړیوالې ټولنې په کال کې دنژدې پنځه میلیارده ډالرو د مرستې غوښتنه کوي.

( موږ ته به نړیواله ټولنه ژمنې وکړي، داسې ژمنې، چې مرستې يې په افغانستان کې ګټورې پرېوځي، د ملي بودیجې له لارې او د افغانستان په مشرۍ ولګول شي. ټولې هغه مرستې، چې له افغانستان سره کیږي، د ملي ادارو د کمزورتیا لامل نه، بلکې د پیاوړتیا لامل يې شي. توکیو داسې ځای دی، چې موږ به له نړیوالې ټولنې سره یوې هوکړې ته سره ورسېږو.)

په دغه سند کې د نړېوالې ټولنې د مرستو د لګولو د بڼې یادونه هم شوې ده.

د افغانستان د ماليې وزارت یو چارواکی امین حبيبي وايي، د دغه سند له مخې د مرستو ډېره برخه په راتلونکو ۱۲ کلونو کې د افغان دولت او یا هم د افغان دولت تر څارنې لاندې لګول کیږي.

(په راتلونکي کې د مرستو د لګولو بڼه ډېره مهمه ده، پنځوس سلنه مرستې باید د ملي بودیجې له لارې ولګول شي او د پاتې پنځوس سلنې، اتیا سلنه يې باید د افغان حکومت له خوا د ټاکل شویو لومړیتوبونو له مخې ولګول شي.)

څه موده مخکې له افغانستان سره د پوځي مرستو په برخه کې د نړېوالې ټولنې د اوږد مهاله مرستو په اړه د شیکاګو غونډه جوړه شوه، چې افغان چارواکو يې پایلې مثبتې وارزولې.

د توکیو غونډه ، چې ټاکل شوې د راروانې جولای میاشتې په اتمه د جاپان په پلازمینه توکیو کې جوړه شي، له افغانستان سره د غوره حکومت والۍ او پراختیايي برخو کې د نړېوالې ټولنې په مرستو راڅرخي.