کابل د نشه يي توکو ضد مبارزه کې د ملایانو مرسته غواي

کوکنار د انځور حقوق Reuters
Image caption په افغانستان کې، چې په نړۍ کې تر ټولو ډیر مخدره توکي کښت او تولیدوي، نژدې یو میلیون خلک پر نشه توکو روږدي دي.

افغان حکومت له دینې عالمانو غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د مخدره توکو پرضد مبارزه کې یې مرسته وکړي.

افغان حکومت د افغانستان له شلو ولایتونو نژدې زر ديني عالمان او د جوماتونو ملا امامان پلازمینې کابل ته ور بللي وو، چې د مخدره توکو د مبارزې پر وړندې د حکومت نظرې خلکو ته وروسوي له حکومت سره د دغې پدیدې پر ضد مبارزه کې مرسته و کړي.

د افغانستان د مخدره توکو پرضد مبارزې وزارت وايي، پر مخدره مواد د افغانانو د اخته کیدو دمخنیوي او د دغو مواد د له منځه وړلو لپاره ډیرې هڅي کړي خو و ايي دا ځل یې له دیني عالمانو او دجوماتونو له امامانو د مرستې غوښتنه کړې.

وزیر ضرار احمد مقبل دمخدره توکو پرضد مبارزه کې د دیني عالمانو پرمټ عامه پوهاوی اغیزمن ګني:

مسلمانه ټولنه

''ټول په يوځای پریکړه کوو او داسې یو پيغام موږ ته راکړﺉ، چې موږ په خپلو راتلونکو کارونو کې ځای ورکړو. او دویمه غوښتنه موله تاسې څخه دا ده، چې تاسې هره ورځ پر ممبر حاکمیت لرﺉ او د اسلام پيغام خلکو ته رسوﺉ. هلته ووایاست، چې مخدره توکي داسې پدیده ده، چې د افغانستان مسلمانه ټولنه یې په نښه کړې او یو میلیون خلک روږدي شوي دي.''

په افغانستان کې روانې جګړې او ناامني، ناوړه اقتصادي حالات او د بې روزګارۍ لوړه کچه لاملونه ګڼل کیږي، چې دغه هیواد د مخدره د کښت او قاچاق پر مرکز بدل کړی دی.

د ځینو شمیرو له مخې افغانستان اوسمهال دنړۍ نژدې نوي سلنه مخدره توکي تولیدوي او شاوخوا یو میلیون وګړي یې پرنشتو اخته دي.

په همدې حال کې د افغانستان دحج او اوقافو وزرات وايي، تمه ښیي چې دیني عالمان به د مخدره توکو د زیانونو په اړه دخلکو په عامه پوهاوي مرسته وکړای شي خو دا هم وايي، چې عالمان نه شي کولای افغانستان ته له بهره د هغو وسایلو مخه ډبه کړي، چې دهیریونو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي.

د افغانستان د جوماتونو مشر، عبدالمالک ضیایي وايي، د نړۍ ستر هیوادونه په دغه هیواد د هیروینو د کمپنو په جوړولو کې لاس لري:

بې چاره ولس

''که چیرې سل ځلې او یا هم زر ځلې تبلیغ وشي، او د یو ګرام اپینو بیه استعماري هېوادونه ۲۰۰- ۳۰۰ ډالرو ته لوړه کړي، بیا هم د افغانستان بې چاره ولس قرباني دي.

هغوی خپل کار کوي او په پټه یې کوي، په ښکاره یې کوي، په لرو پرتو ولسوالیو کې یې کوي. بل د دې ترڅنګ کیمیاوي مواده دي، چې همدغه استعماري هیوادونه یې راوړي. هغه کسان چې زموږ ملاتړ کوي، له خدایه دې ووېرېږي، چې نور دې دغه ماشینونه نه برابروي.''

د حج او اوقافو وزارت دارنګه د جوماتونو له ټولو امامانو غوښتنه وکړه، چې په راتلونکې میاشت کې دې په خپلو خطبو کې د مخدره توکو د زیانونو په اړه خلکو ته عامه پوهای ورکړي.

که څه هم افغان حکومت او نړیوالې ټولنې په تیرو څو کلونو کې د مخدره توکو پرضد پراخ هلې ځلې کړي خو لا هم د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې کوکنار او نور نشه يي توکي کرل کیږي، چې مهم لاملونه فقر او ناامني ګڼل کېږي.

ورته مطالب