پاکستان او افغانستان، نامالوم راتلونکی

اوباما، کرزی او زرداري د انځور حقوق AFP Getty
Image caption د شیکاګو سرمشریزې ته پاکستان هم وربلل شوی و.

د افغانستان په تړاو د پاکستان سیاست د بدلېدلو په حال کې دی، د بدلون یوې برخې پاکستان د خپل سیاست بدلېدو ته اړایستی دی.

په داسې حال کې چې د پاکستان په اړه د امریکا سیاست هم بدلېږي او ددغه هېواد اقتصاد اوس تر هر بل وخت په ناوړه وضعیت کې دی، د افغانستان په اړه د پاکستان په سیاست کې بدلون راوستل ان ددغه هېواد پوځ هم یوه اړتیا بللې ده.

له همدې کبله، پاکستان له خپل ګاونډي هند سره د سوداګرۍ دروازه پرانیستې ده، همدا سبب دی چې اوس پاکستان په افغانستان کې د ژورو ستراتیژيکو اړیکو په درشل کې دی.

خو ددې ټولو ترڅنګ، د پاکستان د ننه نظرې او اندونه هم بدلون مومي.

په ۱۹۹۰مه لسیزه کې چې پاکستان له طالبانو سره افغانستان کې واک ته په رسېدو کې مرسته کوله، اوس باوري دی چې کابل کې د طالبانو واک ته رسېدل ناممکن دي.

دا ځل د طالبانو راتګ نه امریکا مني او نه هم د افغانستان ګاونډي هېوادونه.

لوېديځ، په تېره بیا امریکا د پاکستان د ننه د اورپکو د پټنځايونو په اړه اندېښمنه ده، چې له دې خاورې د افغانستان د بې ثباتۍ او افغانستان کې د لوېديځو او افغان ځواکونو پر وړاندې ترهګریز بریدونه سمبالوي.

د پاکستان اندېښنې

خو د لوېديځ د اندېښنو پرتله، د پاکستان اندېښنه په بشپړه توګه بل ډول ده؛ له هند د پاکستان دا سترګه کېږي چې ګني افغانستان کې له پاکستاني بلوڅو په ګټې اخیستو یې د افغانستان ملاتړی دی، خو دا اندېښنه هم ورسره شته، چې هند له پاکستان سره پولې ته نژدې په ځينو افغاني ښارونو کې کونسلګرۍ ولې پرانیزي.

پاکستان اندېښمن دی، چې ښايي ددې کار تر شا یو پټ هدف وي.

له ګاونډي افغانستان سره پاکستان د ډیورنډ تاریخي کرښې په اړه هم اندېښنه لري، او پاکستان د پښتونستان له نارو سخته وېره لري.

په داسې حال کې چې پاکستان مېشتي پښتانه له لویه سره خپل هویت په اسلامي ایدیالوژۍ او پښتنولۍ کې ویني، خو دا چې د ډیورنډ کرښې مساله له کلونو کلونو ناشاربل شوې پاتې ده، له ډیورنډ کرښې هاخوا پښتانه لاهم ځانونه افغانان بولي او پښتونستان غواړي.

شاید همدا دلیل وي چې په تېره مۍ میاشت د افغانستان د حکومت له لوري د ډیورنډ کرښې په رسمیت پېژندلو اوازو د ناټو اکمالاتي تړل شوې لارې د خلاصون لپاره د پاکستان دریځ نرم کړ.

تمې

خو د ځینو شنونکو د تمو پربنسټ، د پاکستان او افغانستان ترمنځ راتلونکي اړیکي او د افغانستان په اړه یې بهرنی سیاست باید پر اقتصادي فرصتونو او راکړې جوړ شي، نه دا چې هر یو له بل وېره ولري.

که چېرې افغانستان کې ټیکاو راشي، دواړه هېوادونه له هند سره خپل اړیکي لاپسې ښه کولی شي او راکړه ورکړه یې ډېرېدلی شي.

پر همدې مهال، هند کولی شي چې د افغانستان خام توکي او د مرکزي اسیا غاز د پاکستان له لارې او په ارزانه توګه وارد کړي.

د انځور حقوق AP
Image caption تېر کال افغانستان له هند سره ستراتیژيک تړون لاسلیک کړ.

د پاکستان او هند ترمنځ د تازه نېکو اړیکو پیل ته په پام سره، شاید یاده سناریو ډېره عملي بڼه ونه لري.

خو د امنیت له اړخه، ټولې سیمې ته له یوه نظره کتل کېږي، هماغه شان چې د امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا ویلي وو چې پاکستان د حقاني شبکې او افغان اورپکو د ازادانه فعالیتونو او پلانونو جوړولو په تړاو یې د حکومت زغم پای ته رسېدلی دی.

د حقاني شبکې د امریکايي ځواکونو پرضد ډېر خونړي بریدونه کړي دي.

خو هغه څه چې لاتراوسه ځواب نه لري، له حقاني شبکې او نورو اورپکو سره د پاکستاني پوځ، په تېره بیا د استخباراتي سازمان (ای ایس ای) اړيکي دي.

ایا داسې ډله شته چې د افغانستان بې ثباتي د طالبانو په ګټه وبولي او هم پاکستان د یوه حکومت په توګه، داسې حکومت چې د خپلې خاورې په بېلابېلو برخو کې د قانون پلی کولو توان نه لري؟

هغه مثبته سناريو چې ما وكښله د پاكستان د چلند بدلون اړينوي، په داسې حال كې چې د هيلو نښانې شته خو اوس هم بايد محتاط وو.

په پاكستان كې سختو امريكايي ضد احساساتو ته په كتو سره، د دغه هېواد دولت ان كه د اسلام پالو ډلو په مهارولو كې ګټې هم ولري، په ښكاره نه شي كولاى دا كار وكړي.

پر همدې مهال، په سيمه كې د باټيكاوه افغانستان شتون ته لېوالتيا څرګندېږي، د پاكستان تر ټولو د نژدې ملګري چين په ګډون د افغانستان هېڅ ګاونډى د طالبانو د بيا راستنېدو غوښتونكي نه دی، پاكستان د بدلون لپاره ښې انګېزې لري.

ورته مطالب