روسيه وايي له ناټو وروسته افغانستان خوندي نه دى

Image caption روسي سفير په افغانستان کې د سولې بهير مهم وبالۀ خو ويې ويل چې دا چاره بايد خپله افغانان پر مخ بوځي.

د روسيې سفير د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان پر حالاتو د خپل حکومت اندېښنه بيا غبرگه کړې ده.

اندرې اوېتېسيان دا څرگندونې د بلخ په مرکز- مزارشريف کې يوې خبري غونډې ته کولې.

اوېتېسيان وويل هېواد يې پر دې چې افغانستان به تر ٢٠١٤ کال وروسته بيا د ترهگرو ځاله نه گرځي، شکونه لري.

خو د افغانستان د بهرينو چارو وزارت وايي خپل ځواکونه يې هر ډول گواښ ته د درېدو چمتووالى لري او اندېنښې بېځايه دي.

د روسیې سفیر اندرې اوېتېسيان په مزارشریف کې یوې خبري غونډې ته وویل دوی داسې دلیل نه ویني، چې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته دې، په افغانستان کې امنیتي حالت ډاډمن پاتې شي.

"موږ له دې اندېښنه لرو چې افغانستان په راتلونکې کې یو ځل بیا د نړیوالې ترهګرۍ په ځاله، بدل نه شي او روسیه ونه ګواښي".

ده وویل له دې امله دوی له افغانستان سره مرستې ته تیار دي.

نوموړي په دې ټینګار درلود چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره دې د افغان ملي پوځ او ملي پولیسو د روزنې چاری ته جدي پاملرنه وشي چې وشي کولای د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې امنیت رامنځ ته کړي.

ده وویل بهرني ځواکونه افغانستان ته د ملګرو ملتونو په خوښه راغلي او اوس چې غواړي له افغانستان نه ووځي، ملګرو ملتونو ته دې په تفصیل سره راپور ورکړي ،چې کوم کارونه ېې په دغه هېواد کې کړي دي.

"که دوی د ملګرو ملتونو په باور دغه کارونه په افغانستان کې تر سره کړي دي، مانا امنیت یې راوستی دی، نو بیا د دې وخت دی چې خپل سرتېري له افغانستان نه وباسي. نور به یې بیا په افغانستان کې د لنډ مهاله او اوږد مهاله پاتې کېدو دلیل نه وي".

د روسیې سفیر وویل، دوی دافغان ملي پوځ او ملي پولیسو تجهیز ته تیار دي. خو په وينا يې له دې وروسته به د روسیې هیڅ یو پوځي سرتېری افغانستان ته را نه شي.

دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا وايي افغان ځواکونو ته د امنيتي مسولیت د لېږد رڼه چاره د افغانستان د راتلونکي څرګندونه کوي.

د دغه وزارت ویاند جانان موسی زی وايي د نړیوالو سره د تړون او ملاتړ وروسته دوی هیڅ ډول اندېښنه نه لري او په وینا ېې افغان ځواکونه د دې وړتیا لري چې خپل امنیت وساتي.

روسي سفير په افغانستان کې د سولې بهير مهم وبالۀ خو ويې ويل چې دا چاره بايد خپله افغانان پر مخ بوځي.

روسیه اندیښمنه ده چې د منځنۍ آسیا د هېوادونو له لارې له افغانستان نه د مخدره توکو او ترهګرو له ګواښ سره مخامخ ده.

ورته مطالب