پر دېوالونو انځورګري، د اعتراضونو نوې بڼه

Image caption پر دېوالونو دغه ډول انځورګري چې ګرافیتي هم ورته وايي په افغانستان کې د اعتراضونو یو نوی ډول دی.

د افغانستان په شمال مزار شریف کې یو شمېر ځوانانو پر دېوالونو د انځورګرۍ یو ډله جوړه کړې او د "تلالو" نوم یې پرې اېښی دی.

دغو ځوانانو چې د مزار ښار په یو شمېر برخو کې يې پر دېوالونو پیغامونه کاږلي وايي چې موخه یې په ټولنه کې د نه برابرۍ پر وړاندې اعتراض دی.

پر دېوالونو دغه ډول انځورګري چې ګرافیتي هم ورته وايي په افغانستان کې د اعتراضونو یو نوی ډول دی.

دا په مزار شریف کې، په ټولنه کې د شته نیمګرتياوو پر وړاندې د مبارزې تر ټولو تازه نوښت دی چې یو شمېر نجونې او هلکان د تلالو ډلې تر نامه لاندې راټولیږي او د دېوالونو پر مخ انتقادي انځورونه، لنډې کرښې اوتصویرونه کاږي.

د "تلالو" ډلې خپل کار لومړی د هغې سیمې له دېوالونو پیل کړ چې د مزار شریف نساجي ته نژدې ده او په کې د پودرو او چرسو په نشو سلګونه کسان مېشت دي.

د"تلالو" ډله په دې وروستیو کې د هغو شمېر نجونو او هلکانو له لوري جوړه شوې چې ډیری غړي ېې د بلخ پوهنتون څخه فارغ شوي دي.

یو شمېر ماشومان دغه ښکل شوو کرښو ته هک پک ګوري، خو د هغو شمېر هم کم نه دی چې د دغه ډول کرښو، انځورونو او تصویرونو په مطلب پوهيږي.

خو نور بیا نه پوهیږي چې په بېلو رنګونو دغه انځورونه او نښې څه وايي.

د لارو تر څنګ پر دیوالونو د دغه هنر خپرول هغه ګام دی چې ښار کوڅه او کلي کې د هر سړي سترګې ور اوړي.

د دغه دود تاریخي ریښې ان د غرونو په غارونو، کتیبو او ډبرو کې د هکاکۍ او انځوروګرۍ پېړيو ته رسیږي چې په شلمه پېړې او د دويمې نړیوالې جکړې پر مهال پر دېوالونو د ډلو او د نوم او نښان انځورول یو عادي خبره ګڼل کېده.

نن سبا په لویديځه نړۍ کې دغه ډول انځور ګري د بې عدالتۍ او نا برابرۍ پر وړاندې د اعتراض ترټولو نوې بېلګه شمېرل کیږي.

خو په افغانستان کې له دغې لارې د اعتراض او غږ پورته کولو چاره او دود کول ښایي وخت ته اړتیا ولري چې څه ډول غبرګونونه را پورته کولای شي.

ورته مطالب