'ډېری افغان خصوصي رسنۍ مسلکي کسان نه لري'

رسنۍ د انځور حقوق
Image caption دا مهال افغانستان کې تر ۲۰۰ ډېرې رادیوګانې، تلوېزیونونه او سلګونه خپرنۍ فعالیت کوي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي د هېواد د ډېری خصوصي رسنیو له فعالیت ځکه راضي نه دی، چې روزنیزو پروګرامونو ته لږ پام کوي.

دغه وزارت وايي، چې زیاتره خصوصي رسنیو روزنیزو پروګرامونو ته چندان پام نه کوي.

د وزارت په وینا، په ګڼو خصوصي رسنیو کې د مالي سرچینو او مسلکي کسانو لږوالی لویه ستونزه ده.

خو د افغانستان د ازادو خبریالانو څارونکي بیا پر دغه وزارت د یوه ملي رسنیز پروګرام په جوړولو کې په پاتې راتلو تورنوي.

دا مهال افغانستان کې تر ۲۰۰ ډېرې رادیوګانې، تلوېزیونونه او سلګونه خپرنۍ فعالیت کوي.

افغان چارواکي وايي چې هېواد یې د ګاونډيو هېوادونو پرتله د وینا د ازادۍ په برخه کې که مخکې نه وي، ترې وروسته هم نه دی.

خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال مبارز راشدي وايي، خصوصي رسنۍ روزنیزو پروګرامونو ته ډېر ځای نه ورکوي:

''له بده مرغه، زه په رسنیو کې له ښوونیز او روزنیز وضعیت راضي نه یم. فلم، ډرامه، تیاتر، رادیويي پروګرامونه او رسنیو کې لنډ تربیتي پروګرامونه کولی شي چې په دې لار کې له موږ سره مرسته وکړی شي.''

د افغانستان د زیاترو خصوصي غږیزو او لیدیزو رسنیو پر کاري چاپېریال د موسیقۍ فضا واکمنه ده.

خو د افغانستان د ازادو خبریالانو د څارنې یو چارواکی صدیق الله توحيدي وايي، په تېره یوه لسیزه کې حکومت خصوصي رسنیو ته هېڅ ملي رسنیز پلان نه دی جوړ کړی.

نوموړی وايي، که حکومت دا ډول پروګرام جوړ او له رسنیو سره یې شریک کړی وای، اوس به دا ستونزه نه وه:

''مثبت او ښه کارونه هم شوي، خو بسنه نه کوي، په دا ډول ملي مواردو کې خپله د حکومتي ارګانونو او ازادو رسنیو ترمنځ نه همغږي یو له هغو عواملو دی چې ځینو رسنیو په کې روزنیزو پروګرامونو ته پام نه دی کړی.''

ورته مطالب