طالبانو هند د نه مداخلې له امله ستایلی

طالبان د انځور حقوق Other
Image caption د هند په تړاو د طالبانو دغه نوې څرګندونې تقریباً د هند په ټولو خبري رسنیو او تلوېزیونونو کې راغلې دي.

د افغانستان وسله والو طالبانو د افغانستان په تړاو د هند د دریځ ستاینه کړې ده.

طالبانو پر خپله وېبپاڼه په یوه کم ساري پیغام کې ویلي، چې هند یې له دې کبله ستایلی چې په وینا یې افغانستان کې د امریکا دا غوښتنه نه ده منلې، چې افغانستان کې مداخله وکړي.

طالبانو پخپل پیغام کې ویلي چې :" په دې کې هېڅ شک نه شته چې هند په سیمه کې یو مهم هېواد دی او د افغان ولس پر غوښتنو او خپلواکۍ پوهېږي. دا بالکل بې منطقه خبره ده چې ګني یوازې د امریکا د خوښۍ لپاره دې ځان په ستونزه کې ښکېل کړي. "

طالبانو وړاندې لیکلي افغانستان کې به هېڅکله د بل هېواد پرضد د اډو کارولو لپاره اجازه ورنه کړي.

د امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا تېره اوونۍ نوي ډيلي ته د سفر پرمهال له هندي چارواکو سره په خبرو کې دا هڅه وکړه، چې هند دې افغانستان کې لانور رول ولوبوي.

ځکه چې د ۲۰۱۴ کال تر ختمېدا پورې له افغانستانه زیاتره جنګېدونکي بهرني ځواکونه وځي.

تش لاس

طالبانو ویلي چې هند ته لیون پنیتا د خپل سفر پرمهال له نوي ډيلي تش لاس افغانستان ته ولاړ.

د ویلو ده چې هند د طالبانو سخت مخالف دی، او په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال کابل له ډيلي سره دپلوماتیکي اړیکي نه لرل.

څو کاله وړاندې، کابل کې د هند پر سفارت او دپلوماتانو مرګوني بریدونه وشول.

خو د طالبانو د واکمنۍ له راپرځېدا وروسته، هند د افغانستان له نوې ادارې سره اړیکي ښه کړل او د افغانستان بیارغونې ته یې مټې رابډوهلې.

هند د افغانستان پر بیارغونه په بېلابېلو ولایتونو کې نژدې دوه میلیارد ډالر لګولي دي.

ددې مرستو په لړ کې هند د افغانستان د پارلمان لپاره د نوې ودانۍ جوړول هم شامل دي.

ټاکل شوې، تر راتلونکو دوو اوونیو پورې د هند پلازمېنه، نوی ډیلی په افغانستان کې د پانګونې د هڅو او پراختیا په موخه د یوې غونډې کوربه وي.

افغان حکومت هڅه کوي په دغه غونډه کې نړیوال پانګه وال او سوداګر افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

خو هند تر اوسه افغانستان کې له پوځي ښکېلتیا په څنګ تېر شوی دی.

د هند په تړاو د طالبانو دغه نوې څرګندونې تقریباً د هند په ټولو خبري رسنیو او تلوېزیونونو کې راغلې دي.

خو د هند حکومت لاتراوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

د هند څارګرې ادارې یوه مخکني چارواکي وکرم سود رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې له دې څرګندونو د طالبانو هدف یو ډول خبرداری دی.

نوموړي ویلي چې په دې پیغام کې هند ته د طالبانو یو ډول ګواښ هم نغښتی، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هند افغانستان کې د هېڅ راز مداخلې لپاره زړه ښه نه کړي.

ورته مطالب