'د ګاونډیو استخبارات افغانستان کې مذهبي نفاق زیږوي'

اسحق الکو د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ښاغلي الکو وايي، هغه دوه کسان یې نیولي چې ځانمرګي یې له پاکستان نه کابل ته لېږدولي وو.

د افغانستان لوی څارنوال د ګاونډیو هېوادونو پر څارګرو ادارو تور پور کړ چې په کابل کې یې د تېر کال د عاشورا پر ویرجنو بریدونو کې لاس درلود.

ښاغلي الکو وايي، هغه دوه کسان یې نیولي چې ځانمرګي یې له پاکستان نه کابل ته لېږدولي وو.

تېر کال د کابل د عاشورا پر ویرجن برید کې شاوخوا ۶۰ کسان ووژل شول او تر ۱۵۰ ډېر نور تپیان شوي وو.

لوی څارنوال وویل چې د عاشورا برید کوونکي له پېښوره کابل ته استول شوي وو.

ښاغلی الکو وایي، هغه دوه کسای یې نیولي چې له پاکستان نه یې ننګرهار او له هغه ځایه یې کابل ته ځانمرګي لېږدولي وو.

لوی څارنوال وايي، دغو دوو تورنو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

''دا یوه خاصه توطیه وه، دوی اصلاً غوښتل چې په افغانستان کې مذهبې تفرقه رامنځ ته کړي، دا زموږ د ګاونډیو هېوادونو تر ادارې لاندې شوې. یو کس د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی، چې په ډېرو بدو حالاتو کې ژوند کوي، څو لورګانې لرې او خپله هم سپین ږیری دی.

Image caption تېر کال د کابل د عاشورا پر ویرجن برید کې شاوخوا ۶۰ کسان ووژل شول او تر ۱۵۰ ډېر نور تپیان شوي وو.

څارګرې کړۍ د داسې خلکو له کمزورتیا ګټه اخلي. هغه یې د لس زره کلدارو معاش په بدل کې نیولی و، چې له پاکستانه ځانمرګی برید کونکی راولي او په ننګرهار کې یې خپل بل ملګري ته ورسپاري او هغه یې کابل ته راولي.''

ښاغلي الکو د هغه کمیسیون مشري پر غاړه لري چې ددغې پېښې د څېړلو په موخه د امنیتي ارګانونو په ګډون تېر کال د ولسمشر له خوا ټاکل شوی و.

هغه مهال د دې پیښې پړه د ''لښکر جنګوي'' په نوم یوې پاکستانۍ سخت دریځې مذهبي ډلې پر غاړه اخيستې وه.

خو په عامو خلکو کې وېره وه چې د عاشورا پر ویرجن برید به د مذهبي فرقو ترمنځ د شخړو پیل وي او ښایي په افغانستان مذهبي جګړو ته لار پرانیزي.

ورته مطالب