هلمند کې سړک غاړې بم شپږ ماشومان ووژل

هلمند د انځور حقوق .
Image caption په جګړه ځپلي افغانستان کې له تېرو څو لسیزو جګړو راهیسې زرګونه افغانان د ماینونو په چاودنو کې وژل شوي دي.

د افغانستان په سوېلي ولایت هلمند کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې لږترلږه اته مساپر وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.

د هلمند امنیتي سرچینو ویلي، پېښه پر تېره دوشنبه (جون ۱۸) مازدیګر مهال د موسی کلا ولسوالۍ شمال ته په ژرندو سیمه کې شو ده.

د ولسي خلکو د سپرلۍ یو ګاډی د سړک غاړې پرماین برابر شوی.

د هلمند امنیه قومندانۍ ویاند فرید احمد فرهنګ رسنیو ته ویلي، په وژل شوو کې شپږ کوچنیان هم دي.

ښاغلی فرهنګ زیاتوي، چې په همدې ورځ د هلمند په خواجه داد سیمه کې څلور ماین خښوونکي د ایساف په بمبارۍ کې وژل شوي.

د تېر جون پر ۱۴مه هم د هلمند مارجې په ریګي څلور لارې کې یو تونس ډوله ګاډی پر ماین وخوت، چې له کبله یې اته ولسي وګړي ووژل شول.

نوموړی وايي، چې دغو کسانو پر لویه لاره ماینونه خښول، چې ایساف بمبار پرې وکړ.

خو وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په تېر یوه کال کې ولسي مرګ ژوبله ډېره شوې ده، چې تر ډېره یې پړه پر وسله والو اچول شوې ده.

په ولسي مرګ ژوبله کې بهرني او افغان ځواکونه هم سپین نه دي پاتې.

په جګړه ځپلي افغانستان کې له تېرو څو لسیزو جګړو راهیسې زرګونه افغانان د ماینونو په چاودنو کې وژل شوي دي.

ورته مطالب