کندهار کې پر یوې قرارګاه ډله ییز برید شوی

کندهار (د ارشیف عکس)
Image caption په برید کې یو بهرنی قراردادي وژل شوی او دوه نور بهرنیان ټپیان دي.

د کندهار ښار اوومې حوزې په زاړه ښار کې د پولیسو پر یوې قرارګاه وسله والو طالبانو ډله ییز برید کړی دی.

د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، په برید کې تر اوسه څلور برید کوونکي او درې پولیس وژل شوي او نهه نور پولیس ټپیان دي.

د کندهار د والي ویاند جاوېد فیصل وايي، نن سهار (سه شنبه/ جون ۱۹) شپږ بجې څلورو په وسلو سمبالو کسانو د اوومې حوزې پر قرارګاه برید وکړ.

په پېښه کې د درېیم کنډک قومندان قدوس هم وژل شوی.

نوموړی وايي، چې برید کوونکو د پولیسو له یونیفورم ګټه اخیستې ده.

ښاغلی فیصل زیاتوي، چې په برید کې څلور واړه برید کوونکي وژل شوي.

جاوېد فیصل زیاتوي، چې نن سهار د کندهار شاولي کوټ ولسوالۍ کې د افغان او امریکایانو پر یوې ګډې قرارګاه اوو په وسلو سمبالو کسانو برید کړی دی.

نوموړی وايي برید کوونکو له پوځي جامو په ګټې اخیستو هلته ځانونه رسولي وو، چې بیا وروسته اووه واړه برید کوونکي ووژل شول.

دی وايي چې په دې برید کې یو بهرنی قراردادي وژل شوی او دوه نور بهرنیان ټپیان دي.

سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دواړو بریدونو کې ولسي مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د برید پړه وسله والو طالبانو منلې ده.

د قاري یوسف احمدي په نامه د طالبانو یوه ویاند رسنیو ته په یوه اعلامیه کې ویلي چې د کندهار په ډنډ او شاولي کوټ ولسوالیو کې یې پر دوو قراردګاوو ځانمرګي بریدونه کړي دي.

طالبان په دې برید کې د ۱۳ بهرنیو او نهو افغان پوځیانو د وژلو ادعا کوي، خو دا څرګندونې د کومې رسمي سرچینې له لوري نه دي تایید شوې.

ورته مطالب