"هزاره گانو ته پر سپکاوي" کرزي د اکاډمۍ څلور غړي گوښه کړل

د انځور حقوق AFP
Image caption د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي وويل د دغې موضوع پلټل لويې څارنوالۍ ته سپارل شوي دي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د علومو اکاډیمۍ څلور غړي پر هغه څه چې د حکومت اعلاميې هزراه قوم ته سپکاوى بللى، له دندې گوښه کړي دي.

په گوښه شويو کې د علومو اکاډیمۍ ريیس عبدالباري راشد، د هغه مرستيال نصرالله سوبمن، منشي سيد امين مجاهد او د ټولنيزو علومو د څانگې مشر عبدالحکيم ساپى راځي.

چارواکي وايي دغه سپکاوى د ناپښتنو قومونو د وگړپوهنې په اطلس کې راغلى چې يوه برخه يې د هزاره گانو په اړه ده.

په وروستيو ورځو کې د هزاره وو له خوا پر دغه نوي خپاره شوي کتاب اعتراضونه شوي او هغه يې سپکوونکى بللى دى.

د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي وويل د دغې موضوع پلټل لويې څارنوالۍ ته سپارل شوي دي.

د نوي اطلس پر نورو برخو هم نيوکې شوي دي.

په تېره بيا د افغان قومونو د سلنې شمېرې يې چې پښتانه په کې تر شپيتو پورته بلل شوي، د ډېرو نورو نيوکې هم پارولې دي.

ورته مطالب